ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو برېتانيا کې پناه غوښتې ده

د افغانستان کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو برېتانيا کې پناه غوښتې ده

author avatar
8 Dec 2019 - 15:28
د افغانستان کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو برېتانيا کې پناه غوښتې ده
author avatar
8 Dec 2019 - 15:28

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې درې کارکوونکي په برېتانيا کې پناه اخيستې ده.

د کرکټ بورډ يوه پخواني چارواکي د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د روان زېـږديز کال په اګست مياشت کې د معلولينو له کرکټ لوبډلې سره لندن ته په سفر تللي وو.

سرچينې زياته کړې، د برېتانيا حکومت د معلوليت لرونکو لوبډلې لوبغاړو او ورسره تلونکي پلاوي ته دوه اړخيزه (ملټيپل) ويزې لګولې وې.

يادې سرچينې وويل چې د معلولينو لوبډلې د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې غړى بختيار ساحل د رسنيو د مسوول په توګه، ډاکتر خاکسار د لوبـډلې د فزيو يا روغتيايي مسوول په توګه او د کرکټ بورډ د ای ټي مشر سميع هاشمي هم په دې سفر کې تللي وو.

سرچينه زياتوي، دوى هېواد ته له ستنېدو څو مياشتې وروسته بېرته لندن ته تللي او هلته يې پناه غوښتې ده.

د کرکټ بورډ يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې دغو کسانو د ادارې د يوه مسوول په نامه جعلي ايمېل ادرس جوړ کړى او بيا يې د برېتانيا له سفارت څخه د ايمېل له لارې د دوه اړخيزې ويزې غوښتنه کړې وه.

سرچينې زياته کړه چې لوبغاړو او کارکوونکو ته د دوه اړخيزې ويزې په اخيستلو کې د کرکټ بورډ پخوانى سرپرست اجرائيوي رييس اسدالله خان هم لاس درلود.

خو اسدالله خان پژواک ته وويل چې لوبـډله په رسمي سفر لندن ته تللو، که بل هر څوک واى دا کار يې کولو او د ويزې لپاره يې رسمي اي ميل کولو.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان ولاړل، ټول بېرته راغلل، پاسپورټونه يې شخصي وو، داچې اوس بېرته تللي، د هغوى شخصي پرېکړه ده.

د کرکټ يو څارونکى او فعال ببرک عمر وايي چې دى هم د يادو کسانو له تېښتې خبر شوى او دا يې د هېواد لپاره ښه کار ونه باله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د دغو کسانو ترڅنګ د ازادۍ راډيو خبريال واصل وصال چې هغه ته هم کرکټ بورډ د برېتانيا ويزه اخيستې وه، بېرته لندن ته تللى دى.

ببرک عمر وايي: ((داسې اوازې مې اورېدلې چې د معلولينو لوبـډلې يو شمېر لوبغاړي هم بېرته لندن ته تللي او يا هم د تګ هڅه کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.