ژبه

سرچینه: د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه به تر نن ماښامه تصمیم ونیول شي

 

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر احتمال شته چې تر نن ماښامه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

خو د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیز ټکټونه ګواښ کوي چې ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د اختلافونو له حل مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، وروستی راپور د مېز پر سر دی، خو د دغه کمېسیون رهبري تر اوسه په رسمي ډول د پایلو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینې په خبره، ډېر احتمال شته چې کمېسیون د نن ورځې تر پایه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

سرچینې زیاته کړه، ټاکل شوې د دغه کمېسیون رهبري نن د یوې ناستې پر ترڅ کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیز ټکټونه وايي چې ټاکنو کمېسیون باید لومړی د هغه ۳۰۰ زرو رایو په اړه چې ددوی په باور نامعتبرې دي اختلاف حل کړي او وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې خو پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

ټاکنو کمېسیون د فساد د ځینو ادعاوو په اساس په ۲۷ ولایتونو کې رایې تفتیش او بیا وشمېرلې خو ځینو ټاکنیزو ډلو په ځانګړې ډول ثبات او همپالنې یې په اوو ولایتونو کې مخه ونیوله.