منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خصوصي سکتور په کندهار کې ۲۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۸): کندهار په ځانګړي اقتصادي زون بدلېږي چې په دې برخه کې د دولت ترڅنګ خصوصي سکتور هم میلیونونه ډالر پانګونه کوي.

د کندهار سوداګر او پانګوال وايي، په دغه ولایت کې د راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال په اوږدو کې ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او ۲۵زره کسانو ته د کارموندلو فرصتونه برابروي.

ټاکل شوې ده د کندهار په ګډون د هېواد اووه ستراتيژیک ولایتونه کابل، ننګرهار، بلخ، خوست، هلمند او هرات پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدل شي.

په اقتصادي زون کې د خصوصي سکتور ونډه او غوښتنې:

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستيو کې د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختيا کمېسیون يوه پلاوي کندهار ته سفر کړی او دلته يې له چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره پرله پسې څو غونډې وکړې.

هغه زیاته کړه، کندهار مېشتو سوداګرو او صنعتکارانو له دغه کمېسیون سره یو تړون لاسلیک کړ او هغه پروژې یې ورته په ګوته کړې چې پانګونه په کې کوي.

دی وايي، د شوي تړون له مخې کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال پلان لري چې د دغه ولایت د اقتصادي ودې په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۲۵زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي.

د زهير په خبره، د کندهار سوداګر او پانګه وال غواړي په درېیو برخو کې پانګونه وکړي چې د ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید، د سیمنټو استخراج او کرنه ده.

خو ده ټینګار وکړ چې دولت باید له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي چې د ځانګړو مالیاتي او سوداګریزو قوانینو پلي کول، ګمرکي او مالیاتي معافیت، د زېربناوو جوړول، ځانګړي خدمات وړاندې کول او نور په کې راځي.

د ده په خبره، که د کندهار په اقتصادي زون د بدلېدو په برخه کې چارې لکه څنګه چې ویل کېږي هغسې تر سره شي نو نه یوازې کندهار بلکې سويلي زون به د کرنې، سوداګرۍ او صنعت په برخه کې بې ساری پرمختګ وکړي.

د سوداګرۍ خونې رييس واي، د دې طرحې لویه ګټه دا ده چې هېواد د سړکونو او پټلیو له لارې د سیمې او نړۍ له وچو بندرونو سره نښلول کېږي.

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وايي، د دې طرحې د عملي کېدو په موخه باید تر هر څه وړاندې صنعتکارانو ته ځمکې ورکړل شي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د ځمکو د ورکړې ترڅنګ دا ډېره مهمه ده چې د صنعتي پارک اړتیاوې پوره شي؛ ځکه صنعتکاران د خدماتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

ده زیاته کړه: ((د کندهار صنعتکاران میلیونونه افغانۍ عواید ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې او نورو ادارو ته ورکوي خو په تېرو اتلسو کلونو کې دغلته هیڅ خدمات لکه پاخه سړکونه، د اطفایې سیسټم، روغتیايي مرکز، منظمه برېښنا او نور چمتو کړي.))

د ده په خبره، صنعتکاران غواړي د کندهار د اقتصادي ودې په موخه د پنبې د تولید او صادراتو په برخه کې پانګونه وکړي او په راتلونکي کال کې د فوموګېشن مرکز جوړ او دغه راز د ترنک فارم پر ۵ زره جریبه څمکه هم پانګونه وکړي.

د کندهار د ښځو د سوداګرۍ او صنایع د خونې مسوول زهرا زاهد وايي د اقتصادي زون په توګه د دغه ولایت په بدلولو کې ښځې هم مهم رول درلودلای شي.

هغې پژواک ته وویل، که د اقتصادي زون په چوکاټ کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره دایمي مارکېټ جوړ شي نو هم به ډېرې ښځې په دغه کار بوختې شي او هم به یې تولیداتو ته بازار وموندل شي.

دا وايي، د کندهار سوداګرې مېرمنې د دې ترڅنګ غواړي د نارینه سوداګرو په څېر پانګونه هم وکړي.

د دې په خبره، د ښځو د سوداګرۍ خونې یوه غړې پلان لري په کندهار کې د ښځو لپاره یو ځانګړی رسټورانټ جوړ کړي چې دا به د ښځینه سوداګرو له خوا د پانګونې یوه پیلامه شي.

بلخوا په کندهار کې د ټوکر جوړونې او وړیو اوبدلو د دولتي فابریکو مسوولین وايي، په اقتصادي زون د کندهار بدلېدا یو ښه فرصت دی چې دغه دوې په ټپه ولاړې فابریکې هم فعالې شي.

د دې فابریکې مسوول حیات الله جواد پژواک ته وویل، د ټوکر جوړونې دغه فابریکه په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د ۲۹،۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې وه چې ۳۵۰ بېلابېل ډولونه ماشینري یې لرله.

دی زیاتوي، په دغه فابریکه کې ۱۳ زره کسانو کار کوه چې له کاله یې د ۴۰ میلیونه متره ټوکر د تولیدولو او د ۵۰ میلیونه متره ټوکر رنګولو وړتیا لرله.

د ده په خبره، د جګړې په کلونو کې دغه فابریکه په ټپه ودرېده چې اوس بیرته ترمیمېدای او فعالیت کولای شي.

نوموړی غوښتنه کوي چې دولت دې دغه فابریکه بېرته فعاله کړي چې هم زرګونو خلکو ته کار پیدا شي او هم هېواد د ټوکر د تولید وړتیا ترلاسه کړي.

په ورته توګه د وړیو اوبدلو د تصدۍ رییس طفیل بصیري هم وايي چې د جګړې په کلونو کې دغې فابریکې ته هم درانه زیانونه اوښتي چې اوس په لږ لګښت بیرته فعاله کېدای شي.

هغه زیاته کړه، د وړیو اوبدلو فابریکه په ۱۳۵۸ لمریز کال کې پر ۲۰ جریبه ځمکه د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې ۸۰۰ تنو په کې کار کوه.

په اقتصادي زون کې د دولت ونډه:

د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمېسیون د دارالانشا رییس نصر الله صاحب زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دولت په پام کې لري چې د هېواد په اتو ستراتېژيکو ولایتونو کندهار، هلمند، هرات، کابل، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو کې ځانګړي اقتصادي زونونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه دغه ځانګړي زونونه هوايي ډګرونو ته څېرمه جوړېږي چې د دې چارې ترسره کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی او په کار یې پيل کړی دی.

د نوموړي په وينا، د دغو ځانګړو زونونو جوړولو موخه د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې جلب او د کاري فرصتونو ایجا دی څو  افغانستان د سړکونو او پټلیو له لارې د سیمې او نړۍ له وچو بندرونو سره ونښلول شي.

صاحبزاده وايي، دغو ځانګړو زونونو ته ځانګړي مالیاتي او سوداګریز قوانين ټاکل شوي چې مالياتي او ګمرکي معافيت، د اسانتياوو برابرول، د خدماتو وړاندې کول او نور په کې شامل دي.

د ده په خبره، په دغو ځانګړو زونونو کې صنعتي ساحې، اداري ودانۍ، د برېښنا نوی سیستم، د وچې او تازه مېوې کمپلېکسونه، پاخه سړکونه او نورې زېربناوې، ګمرکي ادارې، کارګو سیستم، استوګنې ځایونه د ټکنالوجۍ د پراختیا مرکزونه او نور په پام کې نیول شوي دي.

دی وايي، دغه ځانګړي زونونه به د سیمې په کچه د پانګونې لپاره غوره چاپېریال او شرایط ولري.

ده زیاته کړه، د کندهار لپاره د ځانګړي اقتصادي زون په لړ کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د فري زون جوړېدل هم په پام کې نیول شوي دي.

صاحب زاده وویل، ولسمشر د افغانستان هوايي ډګرونو اقتصادي پراختیا کمېسیون ته دنده سپارلې وه څو د کندهار د اقتصادي پراختیا او صادارتي لوړاوي په موخه لنډ مهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې پروژې په نښه او خپل راپور ورسره شریک کړي چې په دې لړ کې دوی دې ولایت ته سفر کړی و.

د ده په وینا، د دغه سفر په لړ کې یې د کندهار له ملي سوداګرو، پانګه والو، صنعتکارانو، او خصوصي سکتور له مسوولینو سره پرله پسې ناسته وکړې څو د کندهار اقتصادي پراختیا او صادراتو کچې د لوړونې په موخه په لومړي قدم کې هغه پروژې انتخاب کړي چې خصوصي سکټور غواړي پانګونه په کې وکړي، په دویم قدم کې د کندهار اقتصادي پراختیا او صادراتو کچې د لوړونې لپاره جامع طرحه ترتیب کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد