منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خصوصي سکتور د انرژۍ د توليد په برخه کې ٢٥٠ ميليونه ډالر پانګونه کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۸): د "تجديد وړ انرژۍ" اتحاديې مشر وايي چې خصوصي سکتور په دې برخه کې ٢٥٠ ميليونه ډالره پانګونه کړې خو په هېواد کې د دې ډول انرژۍ تولید لپاره د کافي بودجې نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه څرګندونې د "تجديد وړ انرژۍ" اتحاديې مشر کابل خان تدبير د لېندۍ په ۲۶مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

دا ناسته چې د اوبو او برېښنا وزارت له خوا جوړه شوې وه، په کې د دغه وزارت مرستيال الماس زاخېلوال، د افغانستان برېښنا شرکت رييس امان الله غالب  او د خصوصي سکتور استازو ګډون کړي وو.

د دې ناستې موخه د انرژۍ د ستونزو پر هواري او ورته د حل د لارو چارو پيدا کولو سلا مشورې او بحث وشو.

د "تجديد وړ انرژۍ" اتحاديې مشر يادې ناستې ته وويل، که چېرې د "تجديد وړ انرژۍ" په برخه کې پانګونه وشي او مالي ستونزې حل شي، نو په هېواد کې به د انرژۍ په برخه کې پرمختګ راشي.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، تجديد نظر هغې انرژۍ ته وايي چې له لمر، هوا او کثافاتو څخه تولیدېږي.

تدبير وايي، د بې کيفيته سامانونو را واردول او د بودجې نه شتون د خصوصي سکتور پر وړاندې خنډ رامنځته کړي او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه چې د بې کيفيته توکو له امله دوى نه شي کولى چې دا ډول انرژي توليد کړي.

د تدبير د معلوماتو له مخې، له تېرې اوونۍ راهيسې دولتي بانکونه د ولسمشر په امر د پور په برخه کې له خصوصي سکتور سره د مرستو لړۍ پيل کړې چې ورسره به د دوى ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

نوموړي وويل، که مالي ستونزې يې حل شي، نو د هېواد دننه او بهرنۍ کمپنۍ به وغواړي چې په ياده برخه کې پانګونه وکړي.

تدبير وايي چې د خصوصي سکتور ٨٠ شرکته د انرژۍ په برخه کې ٢٥٠ سوه ميليونه ډالره پانګونه کړې ده.

همداراز په ياده غونډه کې د برېښنا شرکت عمومي رييس امان الله غالب وويل چې په هېواد کې د انرژۍ په برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه‌ چې د "تجديد وړ انرژۍ" په برخه کې يوازې له پاليسي جوړولو سره ستونزې نه هوارېږي، بايد خصوصي سکتور او د اوبو او انرژۍ وزارت په ياده برخه کې معياري کارونه ترسره کړي.

د غالب په وينا، د تجديد وړ انرژۍ په برخه کې بايد عامه پوهاوی رامنځته شي او خلک ورسره اشنا شي.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال الماس زاخېلوال وويل چې په ياده برخه کې بايد ټولې ادارې ستونزې په ګوتو او له دوى سره يې شريکې کړي.

هغه وايي چې د انرژۍ په برخه کې لومړی باید تخنیکي ارزونه ترسره شي، ستونزې مشخصې او حل لارې ورته پیدا شي.

د زاخېلوال په وينا، شرکتونه هم کولای شي چې اړوند ستونزې په ګوتو او حل لارې يې هم له وزارت سره شريکې کړي، څو په ياده برخه کې اصلاحات رامنځته شي.

د مسوولينو د معلوماتو له مخې، په هرات او تخار او پنجشېر کې له باد، کندهار او باميانو کې له لمر څخه او په جوزجان کې له طبيعي ګاز څخه د برېښنا توليدولو چارې روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد