کابل (پژواک،٣٠ لېندۍ ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د وریجو بیه ټيټه شوې خو د غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکو محمد صمیم وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۱۰۰ افغانۍ ته راټيټه شوې؛ ځکه د وریجو بیه د پاکستان په بازارونو کې هم ټیټه شوې ده.
خو هغه زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې له ۱۹۵۰ څخه ۲۰۲۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۱۵۰ څخه ۱۱۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي وویل، په پاکستان کې د یادو موادو د بیو له لوړېدو وروسته د کابل په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.
خو صمیم وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغاني پلورل کېږی.
په یو شمېر مواردو کې د ځینو موادو پرچون بیې له عمده هغو سره کم خو په ځينو مواردو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٧٠٠ افغانۍ، ۴۹ کيلويي پاکستانۍ بوره په ٢٢٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ١٢٨٠ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو په نرخونو کې تغییر نه دی راغلی.
د کابل د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۵۰ افغانۍ او یو لېتر ډېزل به ۴۸ افغاني پلوري.
خو د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلو ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بیې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د مریم لېسې بازار د سرو زرو پلورونکي بصیراحمد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۳۰۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ پلوري.
په دې اوونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت لږ ټيټ شوی دی.
د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې، نن د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۸.۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۵ افغانۍ بدلېږي.
د لېندۍ په ۲۳مه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۸.۷۵ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۲ افغانۍ بدلېدلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










