منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار له تېرو لسو ورځو راهیسې برېښنا نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۸): د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ ته پر غځېدلیو لارو د تګ راتګ پر سر د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د اختلاف له امله پر کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا قطع شوې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن لسمه ورځ ده چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوې ستونزې له امله پر کندهار او هلمند برېښنا قطع شوې ده.

هغه زیاته کړه، کجکي ولسوالۍ ته مرکز لښکرګاه دوه لارې غځېدلي چې یوه یې د حکومت او بله یې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.

دی وايي، حکومت د کجکي د برېښنا کارکوونکو ته یوه لار پرانیستې وه څو هغوی او اړوند نور کارکوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي.

د ده په خبره، وسله وال طالبان د دې کار مخالفت کوي او وايي چې د برېښنا کارکوونکي باید د دوی په تر ولکې لاندې لار تګ راتګ وکړي.

فاروقي وویل، د لارې پر سر له همدې راولاړ شوي مخالفت له امله د روانې ليندۍ میاشتې په ۲۱مه د کجکي بند د برېښنا تولید په ټپه درېدلی چې له امله یې هلمند او کندهار دواړه په تیارو کې ډوب دي.

خو دی وايي، د ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوي او له وسله والو مخالفینو سره یې د سیمې د دیني عالمانو او مخورو په وساطت خبرې پیل کړي خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

د ده په خبره، دا چې هوا یخه او ژمی دی، د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دی زیاتوي، اوسمهال د خلکو د ډېرو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په هرو ۴۸ ساعتونو کې ۲ ساعته د صنعتي پارک له جنراتورونو څخه کندهار ښار ته په نوبتي توګه برېښنا ورکول کېږي.

د کجکي ولسوالۍ یوه قومي مشر چې د منځګړو په ډله کې شامل دی او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې په پر له پسې توګه د وسله والو طالبانو ځايي مشرانو ته ورغلي او د برېښنا پر ستونزه یې له هغوی سره خبرې کړي، خو هر ځل بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، حکومت کجکي بند ته غځېدلې یوه لار خلاصه کړې، څو د کجکي د برېښنا بند کار کوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي، خو طالبانو بیا هغوی ته تر خپلې ولکې لاندې لار ښودلې چې پر دې لار به تګ راتګ کوي.

د ده په خبره، طالبان د حکومت او حکومت د طالبانو لار نه مني او همدا اختلاف د برېښنا د تولید د درېدو لامل شوی دی.

نوموړی وايي، طالبانو ورته ویلي چې نه برېښنا غواړي او نه یې نورو ته ورکوي.

د ده په خبره، زمینداور او موسی کلا د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالۍ دي چې له همدې له برېښنا کار اخلي، خو اوس پر دغو دوو ولسوالیو هم قطع شوې ده.

پر کجکي بند ۳ توربینونه نصب شوي چې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او کندهار ته ورڅخه ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د برېښنا د پر له پسې نشتوالي له امله یې ژوند او کارونه له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۸ کاله کېږي کندهار له برېښنا بې برخې دی او دغه لږه برېښنا چې له کجکي بند څخه دې ښار ته ورکول شوې هم له دغسې جدي ستونزو سره مخامخ ده.

نوموړی له دولت او طالبانو دواړو غواړي چې د خلکو ستونزو ته وګوري او یو پایلې ته ورسېږي څو د برېښنا جریان بیرته پيل شي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي عبدالحق پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي یخ موسم او د برېښنا نشتوالي د خلکو ژوند سخت کړی دی.

ده زیاته کړه: ((دلته ژوند سراسر عذاب دی، ناامني همدلته ده، بې برقي همدلته ده او نورې راز راز ستونزې ټولې پر همدې خلکو نازلې دي.))

د ده په باور، د حکومت او طالبانو د دغه اختلاف زیان هم عامو خلکو ته رسېږي او د هغوی د یو او بل له ضده د دغې ستونزې حلولو ګران شوي دي.

نوموړی له دواړو لورو غوښتنه کوي چې برېښنا یوه ټولګټې وسیله ده چې د ټولو خلکو ژوند ورسره تړلی دی او پر دغسې مسایلو زور ازمايي ناسم کار دی.

د کجکي بند له برېښنا ور ها خوا که څه هم په دې وروستیو کې په کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه سولر برېښنا پروژې بشپړې شوې، خو له دغو پلانټونو په مستقله توګه کار نه شي اخیستل کېدای.

د برېښنا ریاست چارواکي وايي، هغه الې چې له سولر څخه په مستقله توګه ګټه اخیستنه ممکنه کوي، نصب شوي نه دي او دوی اوس پر دې کار کوي.

د کندهار صنعتي پارک ته د ډېزلي جنراتورونو پر مټ ۱۰ مېګاواټه برېښنا ورکړل شوې چې د ورځې تر اتو ساعتونو ورکول کېږي او د دوی اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه