منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار دولتي ادارو عوايد نږدې يو نيم ميليارد افغانۍ ډېر شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸):  د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله عواید، نږدې يو نيم ميليارد افغانۍ ډېر راټول شوي دي.

والي که څه هم وايي چې په اداراتو کې د شفافيت رامنځته کېدو له امله د دوی عوايد لوړ شوي خو سوداګر وايي، پر دوی د ګمرکي تعرفو زياتوالی هغه څه دي چې له امله يې د ننګرهار عوايد د نورو ولايتونو په پرتله لوړ شوي دي.

مياخېل د مرغومي په ٢مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، سږ کال د ښه مديريت او شفافيت له امله د کانال او ښاروالۍ له عوايدو پرته په داسې حال کې چې يوه نيمه میاشت ګمرکي چارې هم د يو شمېر پاليسيو له امله کمزورې شوې وې، په عوايدو کې څوارلس سوه ميلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی او ټول ۲۴ ميلیارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

نوموړی وايي: ((ټول عایدات د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې يو ميليارد،  ۴۰۸ ميليونه او ۳۸۴زره افغانۍ زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار ګمرک هم د یوې میاشتې لپاره بند و او ځینې نورې ستونزې هم وې.))

د والي په وينا، په دغو عایداتو کې د کانال عاید چې تصدۍ شوې ده، د پولیسو او قول اردو عاید چې مرکزي شوي دي او همدارنګه د معادنونو عاید چې قراردادونه یې د ولسمشر په حکم بند شوي وو، نه دي شامل.

والي زياته کړه چې سږ کال عادي او انکشافي بودجه له ۹۸ سلنې څخه زياته  مصرف شوې او پر رييسانو يې ټينګار کړی چې په نوي مالي کال کې هم خپلې چارې په پوره شفافيت مخې ته يوسي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي د دولتي ادارو د عوايدو پر لوړوالي خوښ دي او غوښتنه کوي چې لا دې د روڼتيا رامځنته کېدو ته پام وشي.

د شورا غړي اسرارالله مراد پژواک ته وويل چې په اداراو کې د رهبرۍ له قوي کېدو وروسته دلته د ادارو په فعاليتونو کې مثبت تغيیر رامنځته شوی خو د لا ښه والي لپاره يې بايد د مامورينو په کچه د شفافيت رامنځته کېدو او فساد مخنيوي لپاره ګامونه پورته شي.

خو د ننګرهار سوداګر وايي، د عوايدو د لوړېدو لوی لامل پر دوی د ګمرکي تعرفو لوړېدل دي چې پوره تشریح کېږي او دغه راز ورته جنسونه په ډالرو حسابېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي غړي ډاکټر مخلص پژواک اژانس ته وويل، د عوايدو د لوړېدو لوی علت پر سوداګرو د ګمرکي تعرفو لوړول دي.

دی زياتوي: ((دا به ډېر ظلم وي چې د عوايدو د لوړېدو خبره کېږي، دلته په سودګرو ګمرکي تعرفې لوړې شوي ، بل قيمت د جنس په ډالرو نيسي، بيا يې افغانيو ته اړوي، مکمله تشريح هم کوي چې ګمرکي تعرفې ورسره ډيرې لوړې ځي.))

د نوموړي په وينا، که يو سوداګر د نورو بندرونو له لارې خپل توکي راوړي او سل زره افغانۍ ګمرکي تعرفه ورکوي، نو که د ننګرهار له ګمرکه راتېرېږي، مجبور دی چې څلور سوه زره محصول ورکړي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په ګمرک کې د تعرفو لوړول یې د ماليې وزارت د پرېکړې او اصولو له مخې کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد