منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اور لګېدنې له امله د ملي اردو شپږ سرتېري سوځېدلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨) : په اروزګان ولايت کې د اورلګېدنې د يوې پېښې له امله د ملي اردو شپږ سرتېري سوځېدلي دي.

دا پېښه تېره شپه د ولایت د مرکز ترینکوټ اړونده د ملي اردو په یوه کمپ کې رامنځته شوې وه، چې د يو شمېر سرتېرو روغتيايي حالت داندېښنې وړ ښودل شوى دى.

خو د ترینکوټ د مرکزي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخي پژواک ته وويل چې نن سهار وخته ورته د ملي اردو شپږ سرتېري په داسې حال کې راوړل شوي چې ٩٠ سلنه سوځېدلي وو.

د نوموړي په وینا، دا لا معلومه نه ده چي اور لګېدنه څه ډول رامنځ ته شوې، خو اټکل کوي چې اورلګېدنه د ګازي بخارۍ له امله رامنځ ته شوې وي.

هغه زياته کړه، چې يو سرتېرى ٣٠ سلنه سوځېدلى او پاتې نور يې له ٥٠ څخه تر ٩٠ سلنې پورې سوځېدلي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

په اروزګان کې د ۲۰۵ اتل قول ارد د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبد الولي حقمل د پېښې پخلی کوي، خو د نورو جزيیاتو له  ورکولو څخه ډډه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې