جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۸): د تورخم ښاروالۍ مسوولین وايي، د هرات د ګمرک له لوري د تورخم د سوداګرو دوه زره کانټينرونه درول شوي چې دغه ښارګوټي کې يې سوداګري له ننګونې سره مخ کړې ده.
خو دوی وايي، بيا يې هم د تېر کال په پرتله د عوايدو کچه پنځه ويشت سلنه لوړه شوې او د راتلونکي کال لپاره يې پلانونه جوړ کړي چې دا کچه به ورسره لا ډېره شي.
د تورخم ښاروالۍ مسوولينو دا څرګندونې د مرغومي په ۳مه د ننګرهار رسنيو دفتر کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې.
د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل وويل، هرات کې د تورخم ښارګوټي د سوداګرو شاوخوا دوه زره کانټينره مالونه درول شوي او ورته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې د تورخم ښارګوټي سوداګري يې له ننګونو سره مخ کړې ده.
دی وايي: ((په تورخم کې يوه ستونزه دا ده چې د ښاريانو کاروبار له ننګونو سره مخ دی، لږ تر لږه دوه زره کانټينرونه په هرات ګمرک کې ولاړ دي، د ماليې وزارت ورته اجازه نه ورکوي، تورخم ته راشي.))
هغه زياتوي، تورخم د اوسېدو ښارګوټی نه دی چې نورې چارې هم په کې مخته لاړې شي، بلکې په سوداګرۍ ولاړ ښارګوټی دی او د ښاروالۍ عوايد هم په سوداګرۍ ولاړ دي که سوداګري ولاړه وي نو د ښاروالۍ عوايد هم ورسره کمښت سره مخ کېږي.
زيارمل وايي، سږکال يې له بېلابېلو عايداتي سرچينو څخه يو دېرش ميليونه پنځه سوه څلور اويا زره يو سل او دوه اتيا افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله يې په عوايدو کې پنځه ويشت سلنه زياتوالی راغلی.
د نوموړي په وينا، سږکال يې هټيوال او نور کسان څلور ميليونه او جلال اباد ښاروالي يې شپږ ميليونه افغانۍ باقي دي، چې ډېر ژر به يې ترې راټولې کړي.
زيارمل زياته کړه، ترلاسه شويو عوايدو څخه يې په څه باندې نهه ويشت ميليونه افغانيو لګښت په ياد ښارګوټي کې د سولري برېښنا، ويالو او لارو جوړولو، اوبو، ګلدانونو،کټارو، خپلواکۍ څلي جوړولو او نورو برخو کې پروژې پلې کړې دي.
دی وايي، راتلونکي کال کې پلان لري ترڅو د ډکې، ګردي غوث، هزار ناو او باسول بازارونه، چې په کې اووه سوه عايداتي ملکيتونه ثبت شوي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
تورخم ښاروال همدا راز وويل، په ۱۳۹۹ کال کې به په ياد ښارګوټي کې يو شمېر ويالې، لارې، سړکونه، ګلدانونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، قصابانو لپاره د مسلخ، ښاروالۍ ته د نوي اداري تعمير، مېلمستون جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې پروژې تطبيق کړي.
تورخم د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پروت ښارګوټی دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو ستر مرکز بلل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










