منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نوشېر: د کلدارو مخنيوي سره د افغانيو ارزښت لوړ شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): د افغانستان بانک عمومي رييس واحدالله نوشېر وايي چې په يو شمېر ولايتونو کې په راکړه ورکړه کې د کلدارو له مخنيوي سره د افغانيو ارزښت لوړ او اقتصاد پياوړى شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،د افغانيو ترويج په برخه کې د رغنده اقدماتو په تر سره کولو د افغانستان بانک عمومي رييس واحدالله نوشېر له لوري د ننګرهار والي ته تقديرنامه ورکړل شوه.

هغه زياته کړه، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک عمومي رييس واحدالله نوشېر د دې ولايت د دولتي او خصوصي بانکونو مسوولینو، سوداګرو، اصنافو، د ښاروالۍ او د يو شمېر نورو ادارو مسوولينو او استازو ګډون کړى وو.

د افغانستان بانک عمومي رييس واحدالله نوشېر د افغانيو ترويج په برخه کې د ننګرهار د والي د موثره جدي او قاطع اقداماتو ستاينه وکړه، چې په ډېر کم وخت کې يې خلک فکراً دې ته چمتو کړل، چې يواځې افغانۍ وکاروي او نن په ټول ننګرهار کې د راکړې ورکړې پر مهال يواځې افغانۍ استعماليږي.

هغه زياته کړه،  ددې بې ساري اقدام له امله د افغانيو ارزښت لوړ شوی او هيله يې وښوده؛ که د ننګرهار په څېر د هېواد په نورو يو شمېر سيمو کې هم د افغانيو چلښت ته بشپړه زمينه برابره شي؛ نو اقتصادي پياوړتيا به لا ښه شي.

نوموړی وايي : ((موږ کافي اندازه وړې افغانۍ لرو او ډېر ژر به درې سوه اتيا ميلیونه نورې وړې افغانۍ هم چاپ شي، چې لوی رقم به يې ننګرهار ته ورکړل شي.))

نوشېر ډاډ څرګند کړ، چې افغانۍ به تل خپل ارزښت وساتي او له هېوادوالو يې غوښتنه وکړه چې د خپلې نغدي شتمنۍ ساتلو او زيان مخنيوي په موخه نورې کرنسۍ افغانيو ته واړوي.

د افغانستان بانک رييس وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه د ننګرهار والي د اقداماتو ستاينه او ستونزو معلومول و، چې په حل کې به يې لازم اجرات تر سره کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې افغانۍ ملي هويت، اقتصاد او ملي ارزښت دی او ژمنه يې وکړه، چې دغه ملي پروسه به بريالۍ کوي او که څوک يې پر وړاندې خنډ جوړ کړي؛ ملي خيانت ګڼل کيږي او پر وړاندې به يې جدي چلند تر سره شي.

هغه زياته کړه، د ننګرهار خلک ملي احساس لري، د افغانيو رايجولو يې تود هر کلی کړی او ټول د نورو اسعارو پر ځای اوس افغانۍ کاروي.

نوموړي زياته کړه په هره ملي پروسه کې، چې خلک ونډه واخلي بريالۍ کيږي او دغه پروسه به هم ننګرهار مېشتو په دې ولايت کې بریالۍ کړې ده.

مياخېل وايي هر صراف او هټيوال، چې وړې افغانۍ ساتي او بيا يې په لوړ قيمت تبادله کوي دا د افغانيو ترويج په اړه ستونزې پيدا کوي او ملي خيانت دی، چې سرغړونکي به مجازات شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ناصر کاموال وويل، چې ننګرهار د هېواد دروازه ده، چې په کې کلدارې ډېرې کارېدلې؛ خو په لومړي ځل خلکو د افغانيو ترويج له امله له خپلې کرنسۍ خوند واخیسته او په دغه برخه کې يې د ننګرهار والي د تر سره کړيو هڅو او ملي احساس ستاينه او ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې د اصنافو خونې، سوداګرو، صرافانو، شخصي بانکونو، هټيوالو او نورو په استازۍ عبدالرحمن عرب، حاجي مصطفی، ډاکتر مخلص، باز محمد او نورو د افغانيو ترويج څخه ملاتړ وکړ او په ياده برخه کې يې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه شريک کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد