منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په خوست کې پر کلدارو له بنديز وروسته پر افغانيو د توکو نرخونه لوړ شوي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): خلک وايي خوست کې پر کلدارو د راکړې ورکړې له بنديز وروسته په نرخونو کې لوړوالی راغلی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې په خوست ښار او ولسواليو کې پر کلدارې سخت بنديز لګېدلی او د افغانيو ترويج ته يې زمينه برابره کړې ده، خو خلک غوښتنه لري چې د نرخونو کنټرول ته دې پام وشي.

د تېرو دوو اوونيو له عامه پوهاوي وروسته له تېرو څو ورځو راهيسې په خوست ښار او د ولسواليو په ښارګوټو کې د پاکستانۍ کلدارې پر راکړې ورکړې کلک بنديز لګولی شوی.

امنيتي ځواکونه په خوست ښار کې مارکېټ په مارکېټ او کوڅه په کوڅه ولاړ وي او سوداګريزه راکړه ورکړه څاري.

خلک هم د افغانيو ترويج ته خوښ دي خو وايي، له کله چې پر کلداره بنديز لګېدلی، د خوراکي توکو په بيو او د موټرو په کرايو کې لوړوالی راغلی.

د زبير په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ښه خبره ده چې د کلدارې پر ځای راکړه ورکړه په افغانيو شوه، خو ستونزه دا ده چې ثابته نرخ نامه شتون نه لري.

هغه زياته کړه، د صرافۍ په بازارونو کې يوه افغانۍ له دوو پاکستانۍ کلدارو سره برابره ده او هغه شی چې مخکې په دوه سوه کلدارې خرڅېده، اوس په يوسلو شل او دېرش افغانۍ خرڅېږي.

دی وايي: ((څه ډول چې ولايتي ادارې ژمنه کړې، هغسې پر خپل دريځ نه ده ولاړه، دې پروسه کې ولس ډېر زيان ويني، مثلاً مخکې به چې يو شی په زر کلدارې خرڅېده، اوس په شپږ سوه افغانۍ خرڅېږي، نو که دغسې حالت وي، د افغانيو د ترويج دا هڅه به پايله ورنه کړي.))

د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی شفيق الله چې خوست ښار ته سودا اخيستلو پسې راغلی وايي، مخکې يې تر خوست ښار سل کلدارې کرايه وه، خو دمګړۍ ترې موټر چلوونکي اويا افغانۍ اخلي.

هغه پژواک ته وويل: ((دا مو خپل وطن دی، د افغانيو په ترويج خوښ يو، خو غوښتنه مو له حکومت څخه دا ده چې د نرخونو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دې سره ولس ته ډېر زيان رسيږي.))

په ټوله کې که څه هم د افغانۍ د ترويج دغه پروسه ښه ارزول شوې، خو د نرخونو د کنترول ترڅنګ خلک د افغانۍ د وړو نوټونو د وېشلو په اړه هم د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

عبادخان چې په خوست ښار کې د تازه مېوې دوکان لري، وايي دی ډېره راکړه په کلدارو کوي؛ ځکه پر وينا يې چې په ښار کې د افغانيو د وړو نوټونو د نه شتون ستونزه بيخي زياته ده.

نوموړی زياتوي: ((که افغانۍ نه وي موږ مجبور يو چې په کلدارو سودا وکړو. چې زه يې وانخلم بل يې هم اخلي، ځکه افغانۍ ټولو خلکو سره شته نه. صرافانو ته چې ورشې واړه نوټونه نه درکوي، غټ چې درکړي، هغه څوک نه ميده کوي. نو حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې ښار کې واړه نوټونه زيات کړي.))

د دغه ولايت يوه مدني فعال اسدالله نوروزي بيا پژواک اژانس ته وويل مخکې له دې چې حکومت په دې اقدام لاس پورې کړی وی، ښه به دا وی چې لومړی يې د افغانيو د وړو نوټونو ستونزه هواره کړې وی او بيا يې دوکاندارانو سره د نرخونو په ټاکلو کې يوې موافقې ته رسيدلي وی.

د هغه په وينا چې د ملي ارزښتونو په دې مسئله کې بايد حکومت د ولس لاسنيوی وکړي، خو دلته تر ډېره بريده مشتري يا اخيستونکي ته زيان رسېږي.

نوروزی وايي: ((ازاد بازار داسې نه دی چې د هر چا څه خوښه وي هغه دې کوي، دولت بايد لومړی يو جامع مديريتي سيستم ايجاد کړي. په مشتري دې دومره فشار نه راوړي، بلکې دوی بايد په دوکاندارانو، سوداګرو او صرفانو باندې فشار راوړي.))

بل پلو د خوست والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانيو د ترويج کمېسيون د خوست ښار او د ولسواليو په ښارګوټو کې له نرخونو څخه په جدي توګه نظارت کوي.

نوموړي د ولايتي ادارې په استازيتوب خبرداری ورکړ هغه څوک چې په خپل سر د توکو او يا د موټر کرايه وټاکي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

طالب منګل زياتوي: ((موږ د ترانسپورټ رياست په چوکاټ کې ټولو ته د کرایو بيه اعلان شوې، د مثال په ډول که مخکې ۵۰ کلدارې وه اوس ۲۵ افغانۍ ده او همدا ډول د خوراکي توکو بيې هم نيمايي دي. که دې برخه کې بيا هم څوک اندېښنه لري، کولی شي ۱۰۷ شمېرې ته زنګ ووهي، موږ به يې جدي مخنيوی وکړو.))

منګل همدا ډول وويل چې د تېرو څو ورځو په موده کې د يو شمېر هغودوکاندارانو چې ګوندې په کلداره يې سودا ورکړې، دوکانونه يېتر يوې مودې پورې تړل شوي او ځينې کسان بيا نغدي هم جريمه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد