منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل – هرات پر لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو د شپې تګ راتګ ترافیکي پېښې کمې کړي

پژواک خبري اژانس
· ۶ دقیقې لوستل · ۱۷۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٥ مرغومی ۹۸): د کندهار- کابل او کندهار- هرات د لویو لارو د ترانسپورټي شرکتونو مسوولین او موټر چلوونکي وايي، پر دغو لارو د شپې له پلوه تګ راتګ ترافیکي پېښې کمې کړې دي.

دوی زیاتوي، له هغه وروسته چې پر دغه لار ترافیکي پېښې او ستونزې زیاتې شوې وې، مسافر وړونکو ترانسپورټي شرکتونو پرېکړه کړې چې موټر یې د شپې له مخې تګ راتګ وکړي.

په کندهار کې د سعادت بس ترانسپورټ شرکت مسوول محمد اسحاق پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لپاره چې د کابل او هرات پر لویو لارو د ترافیکي پېښو مخنیوی شوی وي او مسافر خوندي سفر ولري، ټولو شرکتونو پرېکړه کړې چې د شپې له پلوه تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې مسافر وړونکي موټر له کندهار څخه کابل او هرات ته د مازدیګر له ۴ تر ۱۲ بجو روانېږي او د ټولې شپې تر سفر وروسته سهار وختي خپلو خپلو ځایونو ته رسېږي.

د ده په خبره، د هغوی له دې اقدام سره ترافیکي پېښې کمې شوي او مسافر هم خوشحاله دي.

دی وايي، پخوا به مسافر وړونکي موټر د سهار په څلورو بجو او یا د ورځې بېلابېل وختونه روانېدل چې ډېر مهال به پر لارې د ګڼې ګوڼې له امله له ترافیکي پېښو سره مخ کېدل.

د ده په خبره، د شپې له پلوه تر ډېره حده امنیت هم خوندي وي او تر اوسه موټرچلوونکي او مسافر له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د تونس پیما شرکت یوه مسوول نذیر احمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مسافر وړونکو موټرو د شپې تګ راتګ ترافیکي پېښې کمې کړې دي.

دی زیاتوي، په تېر کې چې مسافر وړونکو موټرونو د ورځې له پلوه د کندهار- کابل او کندهار- هرات پر لویو لارو سفر کاوه نو وخت نا وخت به له ترافیکي پېښو سره مخ کېدل چې له امله یې پر ترانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو نیوکې کېدلې او هغوی په دې برخه کې ملامت او مسوول ګڼل کېدل.

د ده په خبره، د دې لپاره چې مسافرو ته یې د خوندي سفر زمینه برابره کړې وي، پرېکړه شوې چې لوی مسافر وړونکي موټر باید د شپې له پلوه تګ راتګ وکړي، ځکه سړکونه خالي وي او د ترافیکي پېښو خطر کم وي.

دی وايي، پر دغو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو لامل د ناامنیو او جګړو له امله د سړک خرابوالی دی.

د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي هم پر دې پرېکړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې حکومت باید د لارې د امنیت د خوندیتوب او د سړک جوړولو غم وخوري.

د محمد هاشم په نوم د یوه ۳۰۳ بس چلوونکي پژواک اژانس ته وویل، د کندهار- کابل لار ډېره خرابه ده او ټول پلونه یې په ماینونو الوځول شوي دي چې پر دغه سړک خوندي تګ راتګ یې له خطر سره مخ کړی دی.

هغه زیاتوي، د دې تر څنګ د لارې په اوږدو کې ګڼې ولسوالۍ پرتې دي، کله کله د همدغو ولسوالیو موټر چلوونکي چې له ترافیکي اصولو سره بلد نه دي یو دم عمومي لارې ته راوځي چې دغه مهال د لوی موټر کنټرولو ګران شي او له امله یې ترافیکي پېښې رامنځه کېږي.

د ده په خبره، په همدې بنسټ پر دغو لارو د ورځې په نسبت د شپې له پلوه تګ راتګ خوندي وي او ترافیکي پېښې کمېږي.

خو دی غوښتنه کوي چې حکومت باید د دغې لارې د جوړولو غم وخوري ځکه له ډېرې مودې راهیسې په خراب حالت کې ده.

دی وايي، پر دې لاره هیڅ ترافیکي خدمات نشته، ان یوه لوحه هم نشته، حکومت له ترانسپورټی شرکتونو مالیه اخلي، خو خدمات نه شي وړاندې کولای.

د ترانسپورټي شرکتونو په دې پرېکړه مسافر خوښ دي خو دوی هم د لارې د جوړېدو او امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د رحمت الله په نوم یو مسافر چې کابل ته تر سفر وروسته بیرته کندهار ته راغلی پژواک اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې پر دغو لارو خونړۍ ترافیکې کېدې چې هر ځل به یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوله.

د ده په خبره، پر دې لار که دا او ورته نور هرڅومره مشکلات وو او شته خو بیا هم خلک اړ دي د خپلو اړتیاوو له مخې پر دغو لارو سفر وکړي.

دی د ترانسپورټي شرکتونو دغه وروستی اقدام ستايي او وايي د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د شپې له پلوه تګ راتګ خوندي وي.

خو دی وايي، ډېره موده وشوه چې سړک خراب دى، پلونه يې ويجاړ شوي، ترافيکي کنټرول نشته او د دې تر څنګ د غلو له خوا شوکونې او د وسله والو مخالفينو ځورونې هم وي، په کار ده حکومت لومړی د دې لارو امنیت خوندي کړی او بیا د سړک جوړولو غم وخوري.

نوموړى زیاتوي، پر دې لاره د امنيتي ځواکونو پوستې شته، خو هغوى سړک نه بلکې خپل ځانونه ساتي.

د عبدالمجيد په نوم د کابل- کندهار د لويې لارې یو بل مسافر هم وايي، يوازې له کندهار څخه د زابل تر جلدک سيمې پورې لاره سمه ده، خو پر نوره لاره تر کابل پورې ټوله لاره کنډ او کپر ده.

د ده په خبره، دغو ستونزو ته په پام د ورځې په نسبت د شپې له پلوه پر دې لاره تګ راتګ خوندي دی.

نوموړي هم له حکومت څخه وغوښتل چې د دې مهمې لارې امنيت په هر حال کې خوندي کړي او دغه راز دې د سړک د جوړولو غم هم وخوري.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې د کندهار والي حیات الله حیات پر لویو لارو د ترافیکي پېښو پر مخنیوي د مسافر وړونکو ترانسپورټي شرکتونو، ترافیکو، امنیتي ارګانونو او ترانسپورټ ادارو له مسوولینو او استازو سره ناسته وکړه.

هغه زیاته کړه، په دې غونډه کې پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي له شته امکاناتو په ګټنې پر لویو لارو د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

دی وايي، په همدې غونډه کې ګډه پرېکړه وشوه څو مسافر وړونکي موټر  د شپې له پلوه تګ راتګ وکړي چې په دې توګه به د ترافیکي پېښو ګراف راټیټ شي.

د ده په خبره، دغه بهیر د لویو لارو په اوږدو کې د پرتو ولایتونو له اړوندو ادارو سره په همغږي څارل کېږي او تر څنګ یې د هغوی له خوا د امنیت ساتنې، کنټرول او اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري کېږي.

دی وايي چې تر دې مهاله د دغه اقدام پایلې مثبتې دي او د پخوا په پرتله ترافیکي پېښې کمې شوي او هڅه کېږي دغه پېښې صفر ته راټیټې شي.

د کندهار- کابل او کندهار- هرات لویې لارې د هېواد لومړۍ درجه ترانزیټي لارې ګڼل کېږي چې له کندهار څخه تر هرات پورې غځېدلې لاره څه نا څه سمه ده خو له کندهار څخه کابل ته غځېدلې سلګونه کیلومتره لاره په بد وضعیت کې ده.

پر دغه لار په تېر کې خونړۍ ترافیکي پېښې شوي او د سلګونو انسانانو ژوند یې اخیستی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې