کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): نن په کابل ښار کې تېرې شنبې په پرتله د بورې او غوړو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تېرې شنبې ته په کتو د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ٢٠۲۰ څخه ٢٠٤٠ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۱۸۰ څخه ۱۲۲۰ افغانیو ته لوړه شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د یادو توکو د بیو له لوړېدو سره، د کابل په بازارونو کې هم د یادو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
خو ده وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ اول سېله وریجې په ۲۱۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځینو توکو پرچون پلورل د هغو له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځینو نورو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، ۴۹ کيلويي پاکستانۍ بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويی اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو په بیو کې هم بدلو نه دی راغلی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۰ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.
همدارنګه د کابل ښار د تایمني څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن لکه تېره شنبې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیو بدلون نه دی موندلی.
د کابل ښار د مریم لېسې بازار د سرو زرو یوه پلورونکي وویل چې نن لکه تېره شنبې د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۰۰۰ او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه ۲۵۰۰ افغاني ده.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکایي ډالر په ۸۷،۱۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېږي.
د لېندۍ په ۳۰مه د یوه امریکایي ډالر د پېرلو ارزښت ۷۸،۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۵ افغانۍ بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










