منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې يو شمېر ښځينه فعالانو کور په کور د افغانيو د ترويج کمپاين پيل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د کور فرهنګي ټولنې له لوري د افغانيو د ترويج لپاره کور په کور کمپاين پيل کړ.

دوی وايي، د کورنۍ د اړتيا ډېره سودا په کور کې د ښځو له خوا کېږي او اوس چې کلدارې په بازار کې بندې شوې دي، نو بايد ښځو ته هم دا کمپاين وشي چې نورې کلدارې وانخلي.

د دغې ټولنې يو شمېر غړې د مرغومي په ۸مه جلال اباد ښار کې د يادې ټولنې په دفتر کې راټولې شوې وې او پرېکړه يې وکړه چې سر له نن څخه به په مرکز جلال اباد ښار او څو ولسواليو کې کور په کور ګرځي او د افغانيو د رواجېدو کمپاين به کوي.

د دغې ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښځو رول د ټولنې په مثبت تغيير کې ډېر مهم دی او اوس چې د کلدارو د بندښت مسئله راپورته شوې ده، نو دوی هم پرېکړه وکړه چې کور په کور به مېرمنو ته د کلدارو نه اخيستو پيغام رسوي.

هغې زياته کړه، دا کمپاین به د کور فرهنګي ټولنې ښځینه غړې کور په کور کوي او ښځینه وو ته به د ملي احساس ورکولو ترڅنګ دا سپارښتنه کوي چې نورې په راکړه ورکړه کې افغانۍ چې ملي هویت دی، وکاروي.

د مقدسې په وينا، همدا نن دوی عملاً د جلال اباد ښار مختلفو ناحيو او پر دې سربېره د سره رود، کامې او بهسودو ولسواليو ځينو سيمو ته خپلې غړې چې د هماغو سيمو دي، لېږلي او کمپاين يې ترسره کړی دی.

د دغې ټولنې يوه غړې تورپيکۍ وايي، دوی له څو ورځو راهيسې په همدې مشوره بوختې وې چې څه ډول د افغانيو د ترويج په اړه خپل غږ پورته کړي چې پرېکړه يې د کور په کور کمپاين باندې وکړه.

د هغې په وينا، ډېر کله چې مېرمنې خپل ماشومان دوکان ته د سودا لپاره لېږي، نو هغوی ورته ځکه سودا نه ورکوي چې دوی يې په کلدارو اخلي؛ نو دا کمپاين به هغو مېرمنو ته چې تر اوسه د کلدارو له بندېدو ناخبره دي، د هغوی د خبراوي لامل شي.

ننګرهار کې له تېرو دوه اوونيو راهيسې د کلدارو په اخيستو بنديز لګېدلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد