منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د ترافيکي پېښو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي، روان کال د کابل- جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې د لغمان ولايت اړوند ۵۰ لويې ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ۴۵ کسان مړه او شاوخوا ١٠٠ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا چې د ترافيکي پېښو لاملونه د سړک تنګوالی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندی تګ دی.

د لغمان د ترافيکي پېښو د څېړنې مدير څارنمل عسي خان د مرغومي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، روان ۱۳۹۸ کال د کابل- جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې د لغمان ولايت اړوند ۵۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.

دی وايي، په دغو پېښو کې ۳۲ يې مرګونې، ۱۷ پېښو کې يوازې مسافر ټپيان شوي او يوه پېښه چې مالي زيان يې ډېر اړولی او ځاني زيان يې نه درلود.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ۴۵ کسان مړه شوي او ۹۴ تنه نور ټپيان دي خو ټينګار کوي چې ګڼې نورې داسې پېښې هم شوي چې يوازې واړه مالي زيانونه يې اړولي و او همالته د دواړو خواوو د جوړجاړي په نتيجه کې يې موضوع حل شوې ده.

هغه د پېښو د ډيروالي د لامل په اړه وويل: ((اکثره د ډريورانو بې احتياطي ده او هغه علايم چې د ترافيکي پېښو او حادثاتو مخنیوي په موخه دوی ته په جاده کې نصب شوي، پاملرنه نه ورته کوي.))

دی وايي، د سړک تنګوالی او پر دې لاره د موټرو د ګنې ګوڼې زياتوالی نور هغه لاملونه دي چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

موټر چلوونکي هم مني چې د دوی ګړندی تګ ډېر کله د ترافيکي پېښو لامل ګرځي خو وايي، د سړک تنګوالی هم د دغه کار ستر لامل دی.

د دوی له ډلې د کرولا موټر چلوونکي عبدالبصير پژواک ته وويل: ((ډريور هغه وخت تيز ځي چې سورلۍ ورته ووايي، ډيرې سورلۍ شته چې وختي رسېدو په خاطر ډريور باندې فشار راوړي چې بايد تېز لاړ شي.))

موټر چلوونکي دغه راز له حکومته غواړي چې د کابل- جلال اباد لويې لارې د پراختيا برخې ته پاملرنه وکړي.

بيدار ځاځی د ټوډي موټر چلوونکی وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې دا سړک بايد لوی چې ځکه بېروبار ډېر زيات دی او لاره تنګه ده.))

عام خلک بيا غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي دې په احتياط ولاړ شي او دغه راز مسافرينو ته هم سپارښتنه کوي چې له نه رسېدو وروسته رسېدل غوره دي، بايد چلوونکی ګړندي تګ ته پرې نه ږدي.

احسان الله چې په کابل کې دنده لري او هره اوونۍ له کابل څخه جلال اباد ته ځي، ډېرو ترافيکي پېښو اندېښمن کړى دى.

هغه پژواک ته وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله کور کابل ته نه شي بیولی او د ترافيکي پېښو د وېرې له امله ډېرى مهال کور ته نه ځي.

د محمد عابد په نوم يو بل کس چې په کابل کې محصل او کور يې ننګرهار کې دى وايي چې ډېرى پېښې د مرسډيز موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

دى وايي: ((ځينو موټر چلوونکو راته ويلي چې د مرسډيز موټرو بريکونه اکثره خراب دي چې د ترافيکي پېښو لامل کېږي.))

د يادونې ده، يواځې په تېرو درېيو اوونيو کې پر دې لاره د يو شمېر وړو ترافيکي پېښو ترڅنګ دوه خونړۍ پېښې وشوې چې شاوخوا ١٥ کسان مړه او تر ٢٠ زيات ټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې