منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې له شپږو میاشتو راهيسې بندې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

پلخمري (پژواک،۱۱مرغومی  ۹۸):  د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د سل بستريز  روغتون د جوړېدو چارې له شپږو میاشتو راهيسې بندې دي .

ددې روغتون  کارکوونکي وايي،  نهه میاشتې کېږي چې قراردي شرکت پيسې نه دي ورکړي چې له امله يې له شپږو میاشتو راهیسې دیادروغتون دجوړولو چارې په ټپه ولاړې دي .

ددې روغتون د جوړولو پروژې د سمنټو برابرونکي قراردادي عبدالباسط د مرغومي په ۱۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل،  شپږ میاشتې شوې چې قرار دادي شرکت ورته د راوړيو زرګونو ډالرو په ارزښت سمنټو یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.

دی وايي، د څه باندې ۱۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت سمنټ یې راوړي، خو د شرکت انجنیران یې په يوه او بله  تېرباسي اخر اړ شو چې د پروژې کار  ودروي .

د کرشو برابرونکي قراردادي  معلم  دوا جان هم ورته شکایت لري او وايي، نهه میاشتې کېږي چې د پيسو د نه ورکړې له امله يې د کرشو ماشین ولاړ دی  .

د هغه په وينا، پيسې نشته چې نور کار وکړي تر هغه يې چې پرقراردادي شرکت اوښتې پیسې ترلاسه کړې نه وي نورکارنه کوي .

دی وايي، قرار دادي شرکت يې شاوخوا يو ميليون افغانۍ پوروړی دی څوځله يې د پیسوغوښتنه کړې پلمې ورته کوي اوځینې وخت ګواښل کیږي هم  .

نوموړی زیاتوي چې دبغلان امنیه قوماندانۍ او ولایت ته یې هم عریضه کړې، خو تر اوسه چا ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې .

 د نيو جان  ګروپ  په نوم دقراردادي شرکت استازی انجنير زبير مني چې د پروژې کار ټکنی دی ، خو لامل يې په سيمه کې ددولت او طالبانوترمنځ جګړه بولي .

هغه پژواک ته وويل، د پروژې  پنځه څلوېښت سلنه کا رترسره شوی له کله راهيسې چې په سيمه کې جګړې او نا امني زیاته شوې امنیتي مسوولینو ورته د نور کار اجازه نه ده ورکړې، ځکه له څو مياشتو راهیسې د پروژې کار يو څه ټکنی شوی، خو بېخي ولاړ نه دی .

نوموړى د موادو برابرونکو قرارداديانو ادعا ردوي او وايي،  يوه برخه پيسې يې ورکړي ، لږې پيسې يې پاتې دي.

انجنير زبير وايي، حکومت دترسره شوي کارپیسې نه دي ورکړي ، ژمنه يې کړې چې ژر به پاتې پیسې هم ورکړل شي.

د بغلان د والي وياند نذيرنجم وايي ، جګړې اونا امني په سيمه کې زیاته شوې، خو هومره هم نه ده، چې ددغې پروژې دکار په ټپه درېدولامل شي.

هغه پژواک ته وويل، جګړې د پروژې پرکار تر يو بريده منفي اغېز کړى، خو د کار دوام ته زمینه برابره ده  ، قراردادي شرکت کولای شي خپل کارته دوام ورکړي او دا د ولایتي ادارې دنده ده چې په سیمه کې د ټولو انکشافي پروژوڅارنه وکړي .

پلخمري کې دسل بستریز ملکي روغتون کار  چې ٢٨٠ ميليون افغانۍ لګښت پرې راځي، يونيم کال مخکې د حسين خېلو په سيمه کې پيل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا