چاریکار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د سالنګ لویه لار د واورې ښویېدو او تېز باد له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.
سالنګ لویه لار د هندوکش لوړو غړو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۸ کیلومتره اوږدوالی لري، دغه لویه لار د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره تړي.
د سالنګونو د مراقبت او ساتنې رياست اجرایوي مدیر سمع الله وویل، په شمالي او سوېلی سالنګونو کې د واورې اورېدل تېره شپه پیل شوي او اوس هم له تېز باد سره جریان لري او ښايي تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام ولري.
هغه زیاته کړه، له همدې امله دغه لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې خو نور نقلیه وسیلې پرې تګ راتګ کولای شي.
هغه له موټر چلوونکو وغوښتل چې له دې لارې د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانینو ته جدي پاملرنه وکړي او د ژمي لازم وسایل په ځانګړې توګه (چین) ولري.
له دې لارې تګ راتګ په ژمي کې له خطر سره مل وي.
په ۱۳۸۸ کال کې په جنوبي سالنګ کې د سخت توفان او واورې ښویېدنې له امله په شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن