منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سمنګان په دره صوف کې د غره ښویېدو له امله ۴۰ جريبه کرنیزه ځکمه تخریب شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

 

ایبک (پژواک،۱۱مرغومی ۹۸): د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په «برج حسني» سیمه کې د غره ښویېدو له امله ۴۰ جريبه ځمکه تخریب شوې او شاوخوا ۱۰۰ د استوګنې کورونه یې له خطر سره مخ کړي.

د سمنګان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د تیاري رییس صبغت الله سیاس پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد غره لمن له تېرو اتو ورځو راهیسې په تدریجي ډول شاوخوا ۱۵۰ متره ښویېدلې ده.

د ده په خبره، یاد غر د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو کان ته نږدې موقعیت لري او له غره څخه د جلا شوې کتلې پورته او ښکته طرف ته د استوګنې شاوخوا ۱۰۰ کورنه موجود دي.

نوموړي وویل، د غره ښویېدنې تر اوسه د استوګنې کورونه نه دي زیانمن کړي، خو له خطر سره مخ دي؛ ځکه د یادې ښویېدلې کتلې په ۱۰۰ مترۍ کې موقعیت لري او د غره د ډېرې ښویېدنې امکان شته.

خو هغه زیاته کړه، د غره د یوې برخې ښویېدو شاوخوا ۴۰ جرېبه کرنیزه ځمکه چې د غره په لمن کې موقعیت لري تخریب کړې ده.

نوموړي وویل، سیمې ته د څېړنو په موخه فني پلاوی رسېدلی دی.

د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني چې دوې ورځې مخکې یې له یادې سیمې لیدنه کړې وه وویل، له بده مرغه له غره څخه جلا شوې خاوره شاوخوه ۳۰۰ متره لوړوالی او ۱۵۰ متره سور لري.

هغه هم زیاته کړه، د دې پېښې له امله په سیمه کې د استوګنې کورونه له خطر سره مخ دي او اړتیا ده چې یادې کورنۍ د احتمالي ګواښ څخه د ژغورنې په پار خپل کورونه پرېږدي.

نوموړي وویل، د سیمې اوسېدونکي تر اوسه له خپلو کورونو څخه نه دي وتلي.

د ولسوال په خبره، د ۱۳۹۳ کال د غويي میاشتې په جریان کې هم یاد غر شاوخوا ۷۰۰ متره ښویېدلی و خو مالي او ځاني زیان یې نه درلود.

حسني زیاته کړه، په هماغه وخت کې د جیولوجي معدن انجنیرانو یو ټېم د یاد غره د یوې برخې د ښویېدو څرنګوالی وڅېړلو.

هغه وویل، د یادو څېړنو پایله داوه چې په یاده سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه موجودې دي او داچې د وتلو لار نه لري، له ډنډېدو وروسته یوه لوري ته حرکت کوي او د غره د ښویېدو لامل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې