غزني ښار (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د افغانيو په بدل کې صرافان له دوى کلدارې په ارزانه بيه اخلي او له تاوان سره يې مخ کړي دي.
د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر تېره اوونۍ د غزني چارواکو هم اعلان وکړ چې له دې وروسته د دغه ولايت خلک نه شي کولاى چې په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه وکړي.
د غزني ښار اوسېدونکي بشيراحمد د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښار کې اوس هټۍ وال په کلدارو توکي نه پلوري.
هغه وايي: ((زه يو دوکان ته ولاړم، شيان مې واخيستل، کله چې کلدارې مې ورکړې، دوکاندار وانه خيستې خو بيا صراف ته ورغلم، صراف رانه زر کلدارې په څلور سوه افغانيو واخيستې.))
ده نيوکه وکړه چې صرافان بايد د خلکو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته نه کړي.
د افغانستان بانک د اسعارو بيې له مخې، دا مهال بايد زر کلدارې د ٤٩٦ افغانيو په بدل کې واخيستل شي.
دغه راز د غزني بل اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې صرافان د کلدارو په بدلولو کې له خلکو سره درغلي کوي.
هغه وايي: ((دلته خو ټولو خلکو سره کلدارې دي، له کلونو راهيسې يې پر همدې راکړه ورکړه کړې ده، اوس چې بندې شوې دي او په ښار کې نه چلېږي، نو صرافان هم د خلکو مجبوريت نه ګټه پورته کوي، په هر څو روپيو چې ورته ماتې کړې، ماتوي يې.))
د غزني ښار يوه هټۍ وال نوراحمد پژواک ته وويل چې د حکومت له امر سره سم اوس خلکو ته په کلدارو سودا نه ورکوي.
دى وايي: ((حکومت امر کړى چې کلدارې مه اخلئ، موږ يې نه اخلو خو له خلکو سره کلدارې دي او صرافان يې ورته په ښه بيه نه ماتوي.))
همدارنګه په غزني کې مدني فعال استاد مومن مبارز پژواک ته وويل چې خلک په دغه ولايت کې د افغانيو له کمښت سره مخ دي.
ده زياته کړه: ((په ولسواليو کې اوس هم له خلکو سره کلدارې دي، په ښار کې يې صرافان په ښه بيه نه ماتوي، افغانۍ په ښار کې ډېرې کمې دي، مسوولين بايد دغه ستونزه هواره کړي.))
login or register a new account.