ژبه

کابل ښار کې د خیرخواه مارکېټ هټۍ وال له حکومته د ژمنې عملي کولو غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومى ۹۸): په کابل کې د خیرخواه سوځېدلي مارکېټ هټۍ وال وایي، حکومت په تېرو ۱۴ میاشتو کې د یاد مارکېټ پر ځای د کمپلکس جوړولو ژمنه پوره نه کړه، خو چارواکي وایي چې راتلونکی پسرلی به یې کار پیل کړي.

تېر کال په لړم میاشتې کې د کابل ښار د نادرپښتون واټ کې لومړی په خیرخواه مارکېټ کې اور ولګېد او بیا درېیو نورو مارکېټونو ته وغځېد او ټولې يې شاوخوا ۵۰۰ هټۍ وسوځولې.

د خیرخواه مارکېټ د هټۍ والو اتحادیې مشر مختار شریفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه مارکېټ ځمکه د افغانستان بانک وه او هټۍ والو هټۍ پرې جوړې کړې وې او حکومت ته یې کرایه ورکوله.

د ده په وینا، تېر کال د مرغومي په میاشت کې ولسمشر محمد اشرف غني د دغه مارکېټ هټي والو ته وویل چې په یاده سیمه کې به معیاري کمپلکس جوړ شي.

ده زیاته کړه: «په دې لېدنه کې ولسمشر د کمپلکس جوړولو ترڅنګ موږ ته وویل که دغه مارکېټ په موقت ډول هم جوړ شو، تاسو به په کې یاست او کله چې معیاري تجارتي کمپلکس چارې هم پیل شوې بیا به هم ستاسې په ۵۰ فیصده مشارکت جوړېږي.»

هغه وایي چې د یاد مارکېټ هټۍ والو له حکومته وغوښتل چې د دغه مارکېټ په ساحه کې د موقت کار کولو اجازه ورکړي؛ ځکه چې دوی هلته بیا هټۍ جوړې کړي، خو تر اوسه یې دغه غوښتنه هم نه ده منل شوې.

ده زیاته کړه: «نه د کمپلکس د چارو پيل معلوم دی او نه هم زموږ د موقت کار کولو لپاره زمینه برابرول، موږ همداسې بې سرنوشته پاتې یو.»

شریفي وویل، که د یاد مارکېټ هټۍ والو ته د دغه مارکېټ په ساحه کې د موقت کار اجازه ورنه کړل شي، نو خپل ټول مالونه به په نادرپشتون واټ کې وسوځوي.

خو د ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري بیا وايي چې د خیرخواه مارکېټ د څېړنو لپاره څو ځلې پلاوی وټاکل شو څو د دغه مارکېټ د سوځېدو لاملونه وڅېړي او دغه چاره د کمپلکس د جوړېدو د ځنډ لامل شوه.

ده زیاته کړه چې اوس د کمپلکس جوړولو طرحه او ډیزاین او نورې چارې بشپړې شوې، د ۱۳۹۹ کال بودجه کې پیسې هم په پام کې ورته نیول شوې او د راتلونکي کال په وري میاشت کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

ناصري وايي چې په نږدې راتلونکي کې به یادو هټۍ والو ته په دغه سیمه کې د موقت کار د پیل اجازه هم ورکړل شي.

login or register a new account.