منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کانونو وزارت له برېښنايي سیستم سره د پنځو ولایتونو د نښلېدو خبر ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٢مرغومی ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین د دې ترڅنګ چې له برېښنايي سیستم سره د پنځو ولایتونو د نښلېدو خبر ورکوي، وايي که له دې وروسته د کانونو د پروسس شرکتونه د معدني موادو د پروسس جواز ونه لري، تړل کېږي.

د دې وزارت سرپرست وزیر عنایت الله مومند په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د کانونو د استخراج د نوې مقررې له مخې د کاني موادو د پروسس ټول شرکتونه دې جوازونه واخلي، که نه فعاليت به يې ودروي.

ده زياته کړه، د کانونو د استخراج په مخکینۍ مقرره کې د پروسس د جواز مسئله نه وه، خو د نوې مقرره پر بنسټ دغه اقدام کېږي.

د مومند په وينا، په لومړي وار کابل کې "سرف کو" شرکت ته چې د کرومایټو د پروسس په برخه کې يې تر نږدې ۲ میليونه امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده، د پروسس جواز ورکړل شو او نور شرکتونه دې هم وزارت ته په دې اړه مراجعه وکړي.

بل خوا د کانونو سرپرست وزیر د دغه وزارت له برېښنايي او کادستري سیستم سره د ۵ ولایتونو د نښلول کېدو خبر ورکړ.

هغه وویل، سږ کال له دغه سیستم سره د لوګر، کندهار، پنجشېر، بامیان او کاپیسا ولایتونه ونښلول شول چې د تړونونو د سم پلي کولو، د عوایدو د ترلاسه کولو او اړینو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې به اغېزمن وي.

ننګرهار، هرات، بلخ او پروان بيا تېر کال له همدې ډول سیستم سره نښلول شوي و.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او پروګرامونو مرستیال ولي الله ځدراڼ دغې ناسته ته وویل، اروپايي اتحادیه د کانونو وزارت لپاره د افغانستان دولت ته د دغه سکټور د پرمختیا لپاره ۷،۶ میليونه یورو ورکوي.

بل خوا دی زیاتوي، نوې مقرره د تېرې یکشنبې په ورځ (د مرغومي اتمه) د کابینې له خوا تصویب شوې، چې په کې د پروسس د جواز پر درلودلو سربېره، شکایتونو ته د رسېدنې په برخه کې د ځانګړي دفتر جوړېدو او د کانونو د ناقانونه استخراج مخنيوي په اړه په کې ټينګار شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد