کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د تېرې شنبې په نسبت نن په کابل ښار کې د ډالر او کلدارې پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړوالي سره د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې بیې راټیټې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوو ورځو کې پرون د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱،۲ سلنه او د کلدارې پر وړاندې ۴،۴ سلنه لوړ شوی دی.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکایي ډالر پېرلو ارزښت ۷۷،۱۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۷ افغانۍ بدلېږي.
د لېندۍ په ۷مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۸،۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.
د کابل ښار د شهزاده سرای د ځینو صرافانو په وینا، په سرحدي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارې بندیز، د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړېدو ستر لامل دی.
د یادونې ده، د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان حکومت په یو شمېر سرحدي (خوست، ننګرها، لغمان او پکتیا) ولایتونو کې د افغانیو د ترویج په موخه د کلدارې د راکړې ورکړې پر وړاندې کمپاین پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد په ځینی هغه ولایتونه چې د ډیورڼډ کرښې په اوږدو پراته دي، ډېری له پاکستانۍ کلدارو او هغه ولایتونه چې له ایران سره سرحد لري، له ایراني تومانو ګټه اخیستل کېږي.
د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره د کابل په بازارونو کې د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې بیې هم رالوېدلې دي.
د کابل ښار د منډوي بازار یوه عمده پلورونکی محمد صمیم پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بورې بیه له ٢٠۴۰ څخه ۱۹۵۰ او د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.
نوموړي په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې د بیو ټیټېدو لامل د ډلر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړالی بللی دی.
خو ده وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د محمد صمیم په وینا، که د افغانیو ارزښت نور هم لوړ شي او یا هم په همدې ډول پاتې شي، په راتلونکو ورځو کې به د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې هم راټیټې شي.
د ځینو پرچون توکو د پلور بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی پژواک ته وویل، نن د ۵۰ کیلويي پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو په بیو کې هم بدلو نه دی راغلی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۵۰ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانۍ پلوري.
همدارنګه د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن لکه تېرې شنبې په څېر د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیو هم بدلون نه دی موندلی.
د کابل ښار د مریم لېسې بازار د سرو زرو یوه پلورونکي وویل چې نن لکه تېره شنبې په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زر بیه ۳۰۰۰ او د یوګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










