جلال اباد (پژواک، ١٥ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د کسبګرو، اصنافو او هټۍ والو ځانګړې خونه پرانيستل شوه چې د مسوولینو په وينا، ورسره به د هټۍ والو او کسبګرو ډېرې ستونزې حل شي.
دوی وايي، پخوا يوازې په جلال اباد ښار کې د اصنافو او کسبګرو څلور اتحاديې او شوراګانې موجود وې چې هېڅ يوې يې د هټۍ والو د ستونزو د حل په برخه کې کار ونه کړ او يوازې يې د خپلو مادي ګټو لپاره کار کړی دی.
د دې خونې د پرانيستلو پر مهال د مرغومي په ۱۵مه د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، دا پنځمه خونه ده چې په دغه ولايت کې پرانيستل کېږي چې ټول د ولسمشر په امر شوي او د اصنافو او سوداګرو له لوري په ازادو ټاکنو منځته راغلي دي.
هغه زياته کړه، ولسمشر د اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړي پلانونه لري چې دا سيمه هم پر يو اقتصادي زون بدله شي.
د کسبګرو، اصنافو او هټۍ والو خونې مشر عزيزالرحمن عرب وايي، پخوا دلته اتحاديه وه خو هغې نه ملي او نه هم نړيوال حيثيت درلود، خو خونه نړيوال اعتبار لري او ډېرې ستونزې په نړيواله کچه هم حل کولی شي.
د افغانستان د کسبګرو، اصنافو او هټيوالو د عمومي خونې مرستيال نورالحق عمري وويل، دا ۱۳م ولايت دی چې دا ډول خونې په کې پرانستل کېږي، روانه اوونۍ به ۷ نورو ولايتونو کې هم پرانستل شي او په پاتې نورو ولايتونو کې به را روان کال خونې پرانېستل کېږي.
د عمري په خبره پخوا د ټول هېواد په کچه د اصنافو، سوداګرو، کسبګرو او هټۍ والو ۲۷۰۰ اتحاديې او شوراګانې ثبت شوې وې چې يو ډول ګډوډي يې رامنځته کړې وه؛ نو ځکه د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د دغو ډلګيو لپاره بېلابېلې خونې جوړې شوې.
د جلال اباد ښار د زرګرانو د صنف مشر حاجي شريف الله وويل، پخوا دلته د اصنافو او کسبګرو څو اتحاديې موجود وې چې ټولو يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کاوه هېڅ يوې اتحاديې د کسبګر او هټۍ وال د ستونزې حل لپاره کار نه دی کړی.
دغه راز د جلال اباد ښار د نجارانو صنف مشر داوود وايي، دا اتحاديه به د ټولو صنفونو د ستونزو د حل لپاره ګټوره تمام شي، هم به د توکو نرخونه ورسره کنټرول شي چې خلکو ته به هم په ګټه تمام شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










