کندهار/ غزني (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د کابل- کندهار لويه لار د ډېرې واورې له امله د ميدان وردګو او غزني ولايتونو په مربوطاتو کې تړل شوې ده.
د غزني د ګيلان ولسوالۍ ولسوال محمد کريم تره کي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لاره له سهار راهيسې بنده ده او سلګونه مسافر او لسګونه موټر په ګيلان او مقر ولسواليو کې بند پاتې دي.
د غزني د فوايد عامې رييس اصف ذهين هم پژواک ته وويل چې د زياتې واورې له امله د ګيلان او مقر ولسواليو مربوطاتو کې د کابل - کندهاره لاره تړل شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه راز د جاغوريو، مالستان ولسوالیو لارې بیا د ولایت په مرکز او خوږیاڼو ولسوالۍ کې تړل شوې او د ګیلان عمومي سړک هم بند دی.
د نوموړي په وينا، سيمې ته يې ټيمونه استولي، څو لارې خلاصې کړي.
بلخوا په کندهار ولايت کې د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ يوه مسوول احسان الله پژواک اژانس ته وویل، د غزني او میدان وردګو ولایتونو په ساحو کې د ډېرې واورې اورېدو له امله لار بنده شوې او له همدې امله یې د خپلو بسونو تګ راتګ درولی دی.
هغه زیاته کړه، له تېرې ورځې راهیسې یې مسافرو ته ټکټونه نه دي ورکړي او د لارې خلاصېدو ته په تمه دي.
دی وايي، تر هغه چې لاره نه وي خلاصه شوې، نه غواړي د مسافرو ژوند له خطر سره مخ کړي.
د دغه شرکت مسوول غوښتنه وکړه چې حکومت دې د لارې د خلاصون لپاره ژر اقدام وکړي او په دغو ساحو کې دې داسې وسایل چمتو کړي چې د واورې د اورښت او نورو ستونزو پر مهال لار خلاصه کړي.
د يادونې ده، د کابل- شمال لويه لاره په سالنګونو کې د لويو موټرو لپاره بنده ده، دغه راز په ماهيپر کې د کابل - جلال اباد لويه لاره هم تېره ورځ د زياتې واورې له امله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې ده.
دغه راز په پکتيکا، دايکنډي، باميان، غور، بادغيس او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ولسواليو ترمنځ لويې لارې د واورو له امله تړل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن