منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

بدخشان کې د واورې ښویېدو پېښه کې یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

فیص اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ریاست وایي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له مله یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د دې ادارې رییس سید عبدالله همایون دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د ارغستان ولسوالۍ په وخنیدیو کلي کې چې د طالبانو تر واک لاندې دی، رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د زر مینځلو کارخونې یو شمېر کاکوونکي پر دې لاره روان وو چې د واورې ښویېدنې له امله یو کس وژل شوی او شپږ نور یې ټپیان دي.

نوموړي وویل، له دې امله چې دا سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده، د پېښې په اړه نور جزئیات نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې