لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ١٨مرغومى ٩٨): په ايران کې د اوکراين په لوېدلې مسافر وړونکې الوتکې په قربانيانو کې لس یې افغانان دي.
ايراني رسنيو د مرغومي په ١٨مه خبر ورکړى چې دا پېښه نن سهار وخته د ايران په پلازمېنه تهران کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، د اوکراين په یاده ٧٣٧ بوينګ الوتکه کې ١٨٠ مسافر او د عملې کسان سپاره وو چې د تهران له هوايي ډګره تر الوتنې څو دقيقې وروسته ولوېده.
ايراني رسنيو خبر ورکړى چې د پېښې په وژل شوو کسانو کې د يوې ښځې په ګډون لس افغانان هم شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې پېښه کې ٨٢ ايرانيان، ٦٣ کانادايان، ١١ د اوکراين، ١٠ د سويډن او ځيني د نورو هېوادونو اوسېدونکي وو.
د ايران د سرې مياشتې مرستندويې ادارې مشر مرتضى سليمي ويلي چې په دې پېښه کې هېڅوک نه دي ژغورل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دې الوتکې له تهرانه د اوکراين پلازمېنې کيف ښار ته الوتنه درلوده خو د تهران په لوېديځه برخه کې ولوېده.
عيني شاهدانو ويلي چې الوتکې په هوا کې اور اخيستى و او څو ثانيې وروسته پر ځمکه ولګېده او ورسره يوه ستره چاودنه وشوه.
يو شمېر نړيوالو شرکتونو له يادې پېښې څخه وروسته ايران ته او د ايران پر فضا د خپلو الوتکو مخه نيولې ده.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په ايران کې مسافر وړونکې الوتکې لوېدلې دې.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










