کابل (پژواک، ١۹ مرغومى ٩٨): د افغانستان ملکې هوايي چلند ادارې، د تېر کال عواید څه باندی ۷.۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلي، خو د پروازونو پر مخ د پاکستان د هوایي حریم تړلو له امله د وړم کال په پرتله ۱۱ سلنه کم شوي دي.
د ملکي هوايي چلند ادارې د عوایدو ریاست سرپرست محمد امان مطهري د معلوماتو له مخې، تېر مالي (۱۳۹۸) کال کې څه کم درې میلیارده او ۳۳۷ میلیونه افغانۍ د هوايي حق العبور، څه باندې دوه ميلیارده او ۴۳۵ میلونه افغانۍ له هوايي ډګر څخه د الوتنې فیس، څه کم یو میلیارد او ۱۲۷ میلیونه افغانۍ د الوتکو د کرایې او نور له نورو برخو راټول شوي دي.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلیږي.
مطهوري وایي چې په وړم (۱۳۹۷) مالي کال کې د یادې اداري عواید څه کم ۸ میلیارده او ۲۴۱ میليونه افغانیو ته رسېدلي و.
د هغه په وینا، وړم مالي کال پنځه میلیارده او ۱۴۱ میلیونه افغانۍ د هوايي حق العبور، نږدې دوه میلیارده افغانۍ له هوايي ډګر څخه د الوتنې فیس او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ د الوتکو د کرایو او پاتې نور له نورو برخو تر لاسه شوي دي.
محمد امان مطهري وایي، ټاکل شوې وه چې په تېر مالي کال کې د دغې ادارې عواید نهه عشاریه اته میلیارده افغانیو ته ورسيږي، خو ځکه دغه موخه تر لاسه نه شوه، چې د پاکستان هوايي حریم تړلو له امله دغې ادارې شاوخوا ۳۰ میلیونه امریکايي ډالره (څه باندې دوه عشاریه درې میلیارده افغانۍ) زیان وکړ.
پاکستان وروسته له هغه چې له هند سره یې اړیکې ترینګلې شوې، د روان لمریز کال له لومړیو د چنګاښ تر ۲۵ مې الوتکو ته له خپل هوایي حریم څخه د تېرېدو اجازه نه ورکوله.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د عوایدو ریاست سرپرست هیله څرګنده کړه چې په روان مالي کال کې د دغې ادارې د عوایدو کچه لوړه شي. هغه وایي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د ده په وینا، دا مهال یاده اداره له هرې الوتنې څخه ۷۰۰ امریکایي ډالره اخلي، خو د روان میلادي کال له جولای میاشتې وروسته به دغه فیس ۹۵۰ امریکايي ډالرو ته لوړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










