ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې يوه چورلکه لوېدلې ده

پکتيکا کې يوه چورلکه لوېدلې ده

author avatar
10 Jan 2020 - 12:33
پکتيکا کې يوه چورلکه لوېدلې ده
author avatar
10 Jan 2020 - 12:33

کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٨): د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه له بېړنۍ ناستې وروسته ويجاړه شوې او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي : (( تېره شپه د افغان هوايي ځواک يوه MI١٧ ډوله چورلکه چې د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې يې بېړنۍ ناسته کړې، سپرو کسانو ته په کې هيڅ زيان نه دى اوښتى.))

سرچينه وايي چې له ارزونو وروسته څرګنده شوه چې دغه چورلکه د ترميم وړ نه ده، نو بيا د هوايي ځواک له خوا له منځه يوړل شوه .

خبرپاڼه زياتوي چې ددغې پېښې لامل تخنيکي ستونزې وې او پېښه څېړل کيږي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي دي چې د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه په پکتيکا ولايت کې سقوط شوې او ټول سپاره کسان په کې وژل شوي دي.  

د هغه په خبره، له دې پېښې وروسته بهرنيو ځواکونو سيمه کې بمبار کړى چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.