کندهار (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۸): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه کور د یوې خونې د نړېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
پېښه نن غرمه د دې ولسوالۍ په حاجي وردک کلي کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه کور کې د کوژدې مراسم روان وو چې خونه ونړېده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۶ کسان (درې ښځې او درې ماشومان) مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
دی وايي چې د پېښې ټپیان د سپین بولدک ځايي روغتون ته رسول شوي دي.
بهیر وویل، تر اوسه د خونې د نړېدو لامل معلوم نه دی خو ښايي د وروستیو اورښتونو له امله نړېدلې وي.
په کندهار کې له نن سهاره د سخت اورښت او سړو بادونو څپه پیل شوې او لا دوام لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










