منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې سېلابونو ٣ تنه مړه کړي او ١٢ ټپيان کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٨): د هلمند مسوولين وايي چې په دې ولايت کې د سېلابونو راوتلو له امله درې تنه مړه او ١٢ کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وویل، د کجکي ولسوالۍ کې باران او سېلابي اوبو له امله د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه مړه شوي او درې تنه نور زخميان دي.

ده زياته کړه، نهه تنه نور د لښکرګاه په ګډون په څو نورو ولسواليو (ناوه، ګرشک، سنګين، خانشين، ګرمسير) کې د تېزو سېلابونو له امله ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، ځايي روغتيايي مسوولين هڅه کوي چې زيانمنېدونکو کسانو ته رسېدنه وکړي.

دى وايي، د ناوې ولسوالۍ خرابې سيمه کې هم د يوه کور د دوه خونو چتونه لوېدلي، چې د زيان په اړه يې لا معلومات نشته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې