منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د چتونو لوېدو پېښو کې ٨ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

 

هرات ښار (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٨): د هرات په دوو ولسواليو کې د چتونو لوېدو پېښو کې اته کسان مړه شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له سختو ورښتونو وروسته په انجيل ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت غورځېدلی چې له امله يې د کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د  هغه په وينا، دغه راز په ادرسکن ولسوالۍ کې هم د يوه کور د خونې چت لوېدو  پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

فرهاد وايي چې د دواړو پېښو په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د سختو واورو او بارانونو له امله په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې چې له امله يې يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې