منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

تخار او جلال اباد کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

تالقان- جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په تخار او ننګرهار ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله د پوليسو د يوه افسر په ګډون څلور کسان مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د تالقان- روستاق ولسوالۍ پر لويه لار د ازون کوتل په سيمه کې يو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د تخار ولايتي روغتون سرپرست، ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې پنځه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د پوليسو يو افسر مړ شوی او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، ټکر د يو هېنو او سراچه موټرو ترمنځ د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند بې نګاه سيمه کې د يو هېنو بار وړونکي او سراچه موټرو ترمنځ ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

دی وايي، په دې پېښه کې د پوليسو يو ساتنمن مړ شوی او څلور نور مسافر ټپيان شوي دي.

هغه وويل، مسافر وړونکی موټر له کامې ولسوالۍ جلال اباد ښار ته او بار وړونکی له ښاره ولسوالۍ ته پر لاره و چې دغه پېښه رامنځته شوه.

د پېښې يوه عيني شاهد جان اغا پژواک ته وويل، له دې پېښې وروسته د ډېر وخت لپاره مړي او ټپيان په سيمه کې پراته وو او هېڅ مرستندويه ډله نه وه ور رسېدلې او د جلال اباد- کونړ لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې