منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومی ۹۸): د سالنګ لویه نن سهار د سخت توپان او درنو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اجرایي مدیر سمیع الله د یاد مطلب ترڅنګ پژواک ته وویل چې نن سهار په سالنګ کې سخت طوفان او درنه واوره پیل شوي دي.

نوموړي نن سهار اته بجې پژواک ته وویل، په سالنګ کې د واورې اورښت او توپان جریان لري.

دی وايي چې یاده لویه لار ځکه د ترافیکو پر مخ تړل شوې چې پر درنو واورو سربېره د واورې ښویېدو امکان هم شته.

دغه لویه لار چې د هېواد شمالي ولایتونو له مرکز سره تړي، د هندوکش غړونو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري.

په ژمي کې له دې لارې تګ راتګ له خطر سره مخ کېدلای شي.

د ۱۳۸۸ کال سلواغې په میاشت کې د تند توپان او واورې ښویېدو له امله په جنوبي سالنګ کې شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې