منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د شېبر، حاجیګک، قوناق او کرمان کوتلونه د واورو له امله تړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

بامیان (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): په بامیان ولایت کې سیمه ییز مسوولین وایي چې د شېبر کوتل د پروان له خوا، د حاجیګک کوتل د میدان وردګو له خوا او د قوناق او کرمان کوتلونه د واورې اورېدو او توپان له امله تړل شوي دي.

د شېبر ولسوالۍ یوه کاکوونکي چې نن نهه بجې یې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل چې لکه څرنګه چې قوي توپان روان دی، خو د فواید عامې مرستندوی ټيمونه هڅه کوي هر څو ژر د شیبر لاره پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه، د واروې ورېدو له امله د حاجیګک کوتل هم تړل شوی چې د پاکولو لپاره به یې وروسته اقدامات وشي.

په همدې حال کې سیمه ییزو مسوولینو پژواک ته وویل چې د یکاولنګ او پنجاب ولسوالیو ترمنځ د شاتو کوتل، له درېیو بجو راهیسې تر تړل کېدو وروسته پرانیستل شو، خو په غوري سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله تړل شوی دی.

د یکاولنګ ولسوال محمد عظیم فرید پژواک ته وویل چې د یکاولنګ- بامیان او یکاولنک- پنجاب مسیر د ترافیکو پر مخ پرانیستی دی، یوازې په پنجاب سیمه کې واورې ښویېدنې له امله تړلی دی.

بلخوا د بامیان ولایت له طبيعي پېښو سره د مبازې رییس محمد اقبال جوادي پژواک ته وویل چې د دایکنډي- بامیان تر منځ پوله، قوناق کوتل  او د غور- بامیان ترمنځ پوله، د کرمان کوتل هم د ډېرو واورو له امله تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټولو سړکونو پاکولو لپاره کار دوام لري او که توفان او واوره ډېر نه شي، ټولې لارې به ژر تر ژره پرانیستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې