کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٨): په کابل کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د اوبلن ګاز بیه ۷۰ سلنه لوړه شوې او نن یو کیلو ګرام ګاز شاوخوا ۸۵ افغانۍ پلورل کېږي، خو تمه ده چې تر سبا ډېر ګاز را ورسېږي او بیه یې بېرته را ولوېږي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵مه په کابل کې یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېده.
خو اوس په کابل کې یو کیلوګرام اوبلن ګاز له ۸۰ تر ۹۰ افغانۍ پلورل کېږي او بیه یې ځکه لوړه شوې چې د هوا په سړېدو سره اوبلن ګاز ته اړتیا ډېره شوې ده.
د کابل ښار د قلعه فتح الله سیمې د شپږم سړک یوه دوکاندار نن پژواک ته وویل چې یو کیلو ګاز په ۹۰ افغانۍ پلوري.
خو ذبیح الله چې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې ګاز پلوري، وایي چې یوه کیلو ګرام په ۸۵ افغانۍ پلوري.
د ګاز دغه پلورونکي د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، بیی يې ځکه لوړې کړې چې د عمده پلور بیې یې هم لوړې شوې دي.
د کابل ښار د ده افغانانو سیمې اوسېدونکی غلام مصطفی د ګاز بیې له لوړېدو سر ټکوي وایي: «له یوې خوا کاروبار نشته، هوا هم سړه ده او له بلې خوا د ګاز بیې لوړې شوې دي.»
ده وویل، حکومت ژمنه کړې وه چې د ګاز بیې به راکموي، خو نه یوازې را کمې نه شوې، بلکې د پخوا په پرتله لوړې شوې او که حکومت یې په اړه اقدام ونه کړي، کېدای شي نورې هم لوړې او پېرل یې د غریبو خلکو لپاره ناشوني شي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نفتي توکو د ریاست تخنیکي مرستیال انجنیر زبیر وایي، په کابل کې د ګاز بیه ځکه لوړه شوې چې له شلو ورځو راهیسې د کابل- هرات لویه لار د موټر چلوونکو د لاریونونو له امله تړل شوې وه او کابل ته د ګاز واردات کم شوي وو.
دی وايي، دغه لار تېره ورځ پرانيستل شوه او که واورې لار بنده نه کړي، نو تر سبا به د خصوصي سکټور ډېر ګاز کابل ته را ورسېږي او د ګاز بیې به هم ورسره را ولوېږي.
ده وویل چې کابل ته د هرات له لارې د ایران ګاز او د سالنګ له لارې د ترکمنستان ګاز راوړل کېږي، خو د سالنګ لویه لاره هم ډېر وخت د واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
دی وایي چې دا مهال هم د کابل ښار په خیرخانه، پلچرخي، کارته نو، دشت برچې، کارته سه او نورو سیمو کې ۳۰ دولتي مغازې فعالې دي او یو کیلو ګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










