منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د وروستيو ورښتونو له امله نهه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله نهه کسان مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ورښتونو کچه لوړه ده چې له امله يې په ځينو سيمو کې سېلابونه راوتلي دي.

ده وويل چې په ګرشک، کجکي، ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې د همدغو ورښتونو او سېلابونو له امله نهه تنه مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځواک دا هم وويل چې د مرستو رسولو په موخه د سېلاب ځپلو سروې پيل شوې ده او ډېر ژر به ورسره مرستې تر سره شي.

دغه راز هلمند کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس ميرقلم زاهدي پژواک ته وويل چې له سيلاب ځپلو سره د مرستې په موخه يې له يو شمېر مرستندويه موسسو سره خبرې کړي دي.

هغه وويل: ((ډېرى هغو خلکو ته زيان اوښتې چې کورونه يې سيند ته نږدې او خامه وو او موږ يې سروې پيل کړې ده او مرستې به ورسره ترسره شي.))

په ورته وخت کې د مرکز لښکرګاه د بولان سيمې اوسېدونکي محمد قسيم پژواک ته وويل چې د پرله پسې ورښتونو له امله يې د کور ټولې خونې غورځېدلي دي.

ده زياته کړه: ((بچيان مې دا څو ورځې کيږي، همسايه ګانو کره ژوند کوي، که ښاروالۍ دا اوبه لرې نه کړي زما په شان به د ډېرو نورو خلکو کورونه هم چپه شي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم وويل چې د ورښتونو او سيلابونو له امله په سختو کې ستونزې ګير دي او جدي مرستو ته اړتيا لري.

د يادونې ده، د هلمند ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي او له حکومت څخه د جدي مرستو غوښتنه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې