کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د پاکستان د نوي بندر ګوادر له لارې د افغانستان ترانزيټ ټريډ لومړی بار دغه بندر ته رسېدلی دی.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاـڼه کې راغلي چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پراختيا ومومي.
سرچينې زياته کړې چې د افغان ترانزيټ ټريډ له لارې د افغان سوداګرو لومړۍ سوداګريزه محموله دوه ورځې مخکې د بلوچستان ايالت اړوند ګوادر بندر ته رسېدلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي به له لومړی له ګوادر څخه چمن او بيا به له هغه ځايه کندهار، کابل او د افغانستان نورو سيمو ته ولېږدول شي.
د پاکستان سفارت وايي چې دغه بندر د افغانستان سوداګري لپاره له نورې نړۍ سره تر ټولو نږدې لاره ده.
سرچينې زياته کړې چې پع دې سره به د ورځنيو توکو بيې په افغانستان کې ټيټې او د خلکو په ژوندانه کې به مثبت بدلون راشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ترانزيټ ٦٠ سلنه کاروبار له دې مخکې د تورخم له لارې د کراچۍ له بندر سره کېـږي.
login or register a new account.