منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“صنعتکاران دکابل په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا له کموالي سره مخ دي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل(پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸):د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي، صنعت کاران د کابل په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ دي او دغې ستونزې له مالي زیان سره مخ کړي دي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي نن کابل کې خبریالانو ته وويل، د برېښنا شرکت ژمنه کړې وه چې په ژمي کې به یاد ښارګوټي کې د برېښنا پرچاوي کمه وي؛ خو اوس  د مازيګر له پنځو تر دوو بجو او کله هم تر سهار دغه ښارګوټی برېښنا نه لري.

د ده په وينا، د برېښنا د کموالي له امله افغان صنعتکاران نه شي کولای د سيمې له هېوادونو سره رقابت وکړي او کوم بازار يې چې موندلی و، هغه هم د لاسه ورکولو په حال کې دی.

ساپى زياتوي:"د برېښنا کموالى يوې خوا ته، بل خوا کوم صنعتکار چې غواړي د برېښنا پيسې په قسطونو اداء کړي، پر هغوی پنځه سلنه ټکټانه وضع کېږي، دغه راز له موږ څخه په یو او بل نوم د تعرفې لوړې پيسې اخيستل کېږي او بله د اداري فساد ستونزه ده چې له بده مرغه زموږ پر کار او بار يې منفي اغېز کړی."

د برېښنا شرکت عملياتي مشر انجنير  ناصر احمدي په نننۍ ناسته کې شتون درلود او د برېښنا د کموالي د تایید ترڅنګ یې وویل چې صنعتي پارکونه د دغه شرکت په لومړيتوبونو کې دي او شته امکانات به ورڅخه ونه سپموي.

خو هغه زياته کړه، د هوا د سوړوالي له امله به دغه شرکت تر راتلونکو لسو ورځو د مازيګر له پنځو د شپې تر ۱۲ بجو برېښنا پر دغه پارک پرې کوي او وروسته به په دې اړه د شرکت او صنعتکارانو استازي په دې اړه په یوه ناسته کې نوې پرېکړه وکړي.  

دی د برېښنا د کموالي د لاملونو په اړه وایي :"روان کال په کابل کې د برېښنا ۷۵۰ زره نوي مشترکين زیات شوي، ميدان وردک، غزني، لوګر، پکتيا، خوست، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو ته هم اوس برېښنا ورکول کیږی، خو زموږ د برېښنا اندازه نه ده ډېره شوې؛ نو موږ نه شو کولای له ژمنه شوي مقدار اضافه برېښنا درکړو."

د ده په وينا، د کابل ښار په داسې حال کې شاوخوا ۴۰۰ میګاواټه برېښنا لري چې څه باندې ۷۰۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په راتلونکي ميلادي کال کې به دغه ستونزه حل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد