کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨) : د تورخم دروازه چې نن سهار وخته د پاکستانيو ځواکونو له لوري تړل شوې وه، لس ساعته وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستان نن سهار د امنيتي ملحوظاتو له امله د تورخم دروازه تړلې وه.
هغه زياته کړه، تر لسو ساعتونو وروسته د غرمې په دوو بجو دروازه د مسافرينو او ټرانسپورټ پر مخ پرانيستل شوه.
د تورخم ښاروال راحت ګل زيارمل وايي چې نن سهار وخته د تورخم دروازې دواړو لوريو ته راکټونه لګېدلي وو.
د نوموړي په وينا، تر يادې پېښې وروسته پاکستان دروازه وتړله او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې.
زيارمل وايي چې د دروازې تړلو له امله زرګونه کسان دواړو لوريو ته بند پاتې وو چې په کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې هلته د توغندي لګېدو له امله يې دروازه تړلې وه، چې ترڅو ساعتونو وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د يادونې ده چې پخوا هم پاکستان ياده دروازه د بېلا بېلو ملحوظاتو له امله تړلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










