ګردېز (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸):د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت نيمايي اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوندي کوي چې دا اندېښمنوونکی حالت دى.
دوی له دولت څخه غواړي چې له خپل مسووليت سره سم د فقر کچې د راکمولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې شهرزاد اکبر ګردېز ته د يو رسمي کاري سفر پر مهال د فقر ياده کچه لوړه وبلله او ويې ويل چې بېوزلي د ډېری بشري ستونزو او محروميتونو بنسټيز عامل دی.
اکبر له نړيوالو ادارو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي او وايي چې پکتيا په بېلابېلو برخو کې زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.
نوموړې پژواک ته وويل: ((بدبختانه فقر يو اساسي مشکل او مهمه مسئله ده چې د انسانانو پر نورو بشري حقونو منفي تاثير لري. دولت مسوول دی چې د فقر د کچې راکمولو لپاره هڅه وکړي او له پخوا اغېزناکې هڅه وکړي. پکتيا د نورو برخو تر څنګ په دې مسئله کې هم زياتې توجه ته ضرورت لري؛ ځکه د دغه ولايت تقريبا نيمايي اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوند کوي.))
شهرزاد اکبر له پژواک سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د عمومي بشري وضعيت او د ښځو، ماشومانو، رسنيو، ملکي تلفاتو، زندانونو او زندانيانو او نورو برخو د حالت په اړه ځان خبرول دي.
اکبر زياته کړه: ((د پکتيا ولايت د مدني فعالانو، خبريالانو، ښځو او مشرانو سره مو مفصلې خبرې وکړې او د پکتيا او زون د حالت واضح تصوير مو تر لاسه کړ. پکتيا په ډېرو برخو کې ستونزې او اړتياوې لري، دا مسايل مو له ولايتي ادارې سره شريک کړل.))
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې د کورنيو جګړو د عاملينو د انتقالي عدالت راپور خپرولو په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی د دې راپور په بيا ځلې کتنه او له قربانيانو سره په اړيکو ټينګولو بوخت دي او که حکومت ور سره همکاري وکړي، د ټاکنو له وروستيو پايلو وروسته يې خپرولو ته چمتو دي.
اکبر وايي: ((د انتقالي عدالت راپور د کمېسيون د پخوانۍ رهبري پر مهال تکميل شو، خو هېڅکله خپور نه شو، خو دا هغه مسئله ده چې موږ يې مرور کوو.))
د پکتيا والي شميم خان کټوازي وايي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له رييسې سره په ناسته کې په بېلابېلو ټولنيزو او نورو مسايلو يې خبرې کړي او له هغې څخه يې د پکتيا د اوسېدونکو ستونزو او اړتياوو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کټوازي پژواک ته وويل:((په عموم کې پکتيا کې قوانين له ځينو ولايتونو ښه عملي شوي. دلته موږ د بشر حقونو له کمېسيون سره په اړوندو برخو کې ښه هماهنګي لرو او هڅه کوو چې په ګډه اړتياوو او ستونزو ته ځواب وويلی شو.))
همدرانګه مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مشرانو له شهرزاد اکبر سره په ګډه ناسته کې لوړ ولور، بېوزلي، اداري فساد، ملکي تلفات، د زندانيانو ناوړه روغتيايي او غذايي حالت، په پوهنې رياست کې د فساد لوړه کچه او د روغتيايي خدمتونو د بې کيفيتي په اړه شکايتونه وکړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









