ژبه

په کابل ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان ووژل شول

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٨) : د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ پر سړک د فاضل بيګ سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، په يوه کراچۍ کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او يوتن ټپي شوى دى.

نوموړى وايي، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او نور جزئيات به وروسته  شريک کړي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې ساحه کې يې درې جسدونه ليدلي دي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

login or register a new account.