کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۸): د افغانستان روڼتيا څارموندنې ښيي، له دې سره چې په هېواد کې د برېښنا په سکټور کې شاوخوا ٤ ميليارده امریکايي ډالره مرستې شوې، خو بيا هم د هېواد ۶۵ سلنه وګړي د دولتي برېښنا له شبکې سره وصل نه دي.
د افغانستان د روڼتيا څار نن په دې اړه یو څېړنیز راپور خپور کړ.
د راپور له مخې، له دې سره سره چې د هېواد شاوخوا ۹۸ سلنه خلک برېښنا لري چې له دولتي، خصوصي سرچینو یې تر لاسه کړې او ځینې لمریزه برېښنا کاروي.
سرچينه ليکي:"په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د ملي يووالي حکومت چارواکو ژمنه کړې وه چې په ښارونو کې به ۸۰ سلنه خلک او په کليوکې به ۵۰ سلنه خلک دولتي برېښنا ته لاسرسی ولري، خو د برېښنا په سکټور کې د ښې حکومتولۍ د نه شتوالي له امله ۶۵ سلنه وګړي دولتي برېښنا نه لري."
د راپور پر بنسټ، دا مهال په ټول هېواد کې ۵۱۹ ميګاواټه برېښنا توليديږي چې ۵۱ سلنه يې حرارتي او ۴۹ سلنه يې د اوبو له زېرمو توليدېږي او ۲۰۰۰ ميګاواټه برېښنا له بهره راواردېږي او په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د برېښنا پر پېرلو ۲۵۵ ميليون امريکايي ډالره لګولي.
په راپور کې راغلي چې په کورنۍ توليدي برېښنا کې ۵۵ ميګا واټه برېښنا د کليو پراختيا وزارت په هڅو په کليو کې تولېديږي.
د برېښنا په درېيو سب ستېشنونو کې شته ستونزې
د سرچینې د موندونو له مخې، د کابل پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ له سب ستېشن څخه د لوګر مرکز پل علم او د ارغندۍ له سب ستېشن څخه د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ او له هغه ځايه د غزني ښار تر سب ستېشن پورې د برېښنا ځينې ستنې د خلکو په شخصي ځمکو کې لګول شوي چې استملاک شوې نه دي.
سرچينه زياتوي، د بېلګې په ډول د برېښنا ۱۷ ستنې کتلي چې له يادو ستنو څخه د برېښنا د پنځو ستنو په بېخ کې د ځمکې د څښتنانو له لوري کرونده کېږي او دا کار د دې لامل کېږي چې د برېښنا ستنو بېخونه ړنګ او د برېښنا پايه چپه شي.
سرچينه ليکي، د پل علم، سيداباد او غزني ښار په سب ستېشنونو کې د اور ضد دروازې نه دي لګول شوي، په يادو سب ستېشنونو کې د اور وژنې کم اصله بالونه شتون لري، په سب ستيشنونو کې محافظتي ګروپونه ډېر کم دي او په ودانيو کې کارول شوي کانکرېټ ډېر ټيټ کيفيت لري.
په راپور کې راغلي چې د برېښنا ځينې پايې په سم ډول نه دي لګولو شوي او تخنيکي ستونزې لري، د برېښنا ځينې ستنې د ونو او کورونو په منځ کې لګول شوي، د برېښنا داسې ستنې هم شته چې د خوړ په منځ کې لګول شوي او هېڅ محافظتي دیوال نه لري، د برېښنا داسې ستنې هم شته چې هېڅ ډول موانع نه لري او هر څوک کولای شي ستنې ته پورته شي.
په راپور کې راغلي، دا ستونزې ځکه رامنځته شوي چې افغانستان کې د برېښنا متخصصین کم او د امنیتی ستونزو له امله د کار ځایونو ته څارونکي نه شي تلی.
سرچینه زیاتوي چې د امريکا د متحده ايالتونو پراختيايي ادارې د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو د حرارتي برېښنا د توليد سب ستېشن د جوړېدو لپاره ۹۵ ميليونه امریکايي ډالره ځانګړي کړي و، خو پر دغه سب ستېشن ۳۳۵ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی.
د رونټيا څار بنسټ په راپور کې راغلي، افغانستان او د امريکا متحده ايالتونو پر دغو پيسو کولای شوای د برېښنا د توليد لپاره د اوبو يو بند جوړ کړی وای.
د راپورونو له مخې، د تره خېلو د حرارتي برېښنا مرکز په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د ۱۰۵ میګاواټه برېښنا په تولید او د ۳۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت سره د امریکا له مرستو څخه جوړ شو، خو د کابل برېښنا شبکې سره د وارداتي برېښنا په نښلول کېدو سره له دغه مرکز څخه دومره کار نه اخیستل کېږي.
د برېښنا د کموالي له امله رامنځته شوې ستونزې
سرچينه زياتوي، د برېښنا کموالي د هېواد پر اقتصادي وضعيت ډېر ناوړه اغېز کړی او په هېواد کې د پانګونې کچه ډېره ټېټه ده.
دغه راز د سرچینې موندنې ښيي چې د برېښنا د کموالي له امله خلک اړ کېږي چې د سون له ناسمو توکو ګټه واخلي او چاپیریال ورسره ککړ شي او یا خلک ځنګلونه ووهي تر څو د سون توکي تر لاسه کړي.
په راپور کې راغلي،د برېښنا په سکټور کې د اوبو او برېښنا، د کانونو او پټروليم، کليو پراختیا، اقتصاد او ماليې وزارتونو تر څنګ د برېښنا شرکت، د نفت او ګاز او د برېښنا انرژۍ د تنظيم ادارې ښکېلې دي، خو د يادو وزارتونو او ادارو د کم کارۍ له امله د برېښنا سکټور پر مختګ نه دی کړی.
سرچينه زياتوي، د نفت او ګازو د تنظيم او برېښنايي خدمتونو د تنظيم ادارې نه دي جوړې شوي او د پاتې وزارتونو وظيفوي تداخل تر ټولو ستره ستونزه ښودل شوې ده.
سپارښتنې
د رونټیا څار بنسټ، سپارښتنه کړې چې د برېښنا په برخه کې د پاليسو او تګلارو د جوړولو، نظارتي برخې او توليدي برخې سره بېلې کړي او د برېښنا په وېش او رسولو کې خصوصي سکټور ته ډېره ونډه ورکړل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت نوی تعریف شي، په دغه سکټور کې د واحدې تګلارې او پراختيايي پلان نه شتوالي ته پاملرنه وشي، خصوصي پانګوالو ته دې مناسب کاري چاپيريال رامنځته شي او د ښې حکومتولۍ له ليدلوري دې د برېښنا په سکټور کې اړینې څېړنې وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










