Language

د ټاکنو کمېسیون: د شکایتونو کمېسیون له خوا دوى ته رسېدلې پرېکړې ګونګې دي

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): د شکایتونو کمېسیون ټاکنو کمېسیون ته د خپلو پرېکړو د استولو خبر ورکوي؛ خو د ټاکنو کمېسیون وایي چې دوی ته استول شوې پرېکړې مُهر نه لري او ګونګې دي.

د شکایتونو کمېسیون د ویاند استازي محمد رضا فیاض نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ځنډ پرته له پرېکړو وروسته د ټاکنو کمېسیون ته ابلاغیې واستولې.

هغه زیاته کړه: «وروسته ټاکنو کمېسیون له موږ څخه وغوښتل څو پرېکړې او تصامیم ورته واستوو، چې په مشخص ډول تېره ورځ ټولې پرېکړې او تصامیم کمېسیون ته استول شوي دي.»

خو ټاکنو کمېسیون د شکایتونو کمېسیون له خوا د پرېکړو د ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي، پرېکړې ګونګې دي او اصلاح ته اړتیا لري.

د ټاکنو کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبيح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل: «سربېره پر دې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې کاپي بې له رسمي ټاپې موږ ته رالېږلې، په استول شوو پرېکړو کې د پاڼو تسلسل هم موجود نه دی.»

ده زیاته کړه، په پرېکړو کې د یادې ستونزې له امله، د ټاکنیزو شکایتونو کميسيون ته يې د رسمي مکتوب په ور استولو سره وضاحت غوښتى دى.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه د هغو رایو د لغوې یا تایید په اړه چې شکایتونه ثبت شوي وو، له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې له ۱۴۰۰ څخه ډېر محلونه ځانګړى تفتیش او ۲۹۸ نو محلونه بیا وشمېري.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون د پرېکړې له مخې چې څو ورځې وړندې اعلان شوه، له ۱۳۷ زره رایو څخه چې شکمنې پېژندل شوې وې، لس سلنه او له ۱۰۲ زره رایو څخه چې له ټاکلي وخته بهر بلل شوې وې، ۱۵ سلنه ځانګړې تفتیش کېږي چې د دغې څېړنې په پای کې به د یادو رایو د اعتبار او ابطال برخلیک معلوم شي.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه. د لومړیو پایلو له مخې محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.

خو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

login or register a new account.