منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دوستۍ دروازې په تړل کېدو سره سوداګر او خلک زيانمنېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۲ کب ۹۸): پاکستاني لوري له نن سهاره د چمن- سپين بولدک سوداګریزه لاره د هر راز تګ راتګ پر وړاندې وتړله.

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې دغه لار د یوې اوونۍ لپاره د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له وېرې تړي.

چارواکي او خلک د دې سوداګریزې لارې تړل کېدو اندېښمن کړي او وايي، له دې سره دوه اړخیزه سوداګري اغېرمنېږي او ښايي د ځینو توکو بیې پورته لاړې شي.

دوی غوښتنه کوي چې د لارې بندېدو پر ځای دې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه پر بديلو لارو فکر وشي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د چمن- سپین بولدک لار نن د پاکستاني لوري له خوا د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

دی وايي، لار هم د عامو تګ راتګ کوونکو او سوداګریزو توکو د موټرونو پر مخ تړل شوې ده.

د ده په خبره، پاکستاني لوري ویلي چې دغه لار به د یوې اوونۍ لپاره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله تړلې وي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پاکستاني لوري دغه لار د یوې اوونۍ لپاره تړلې چې طبعا خلکو او سوداګرس ته زیان اړوي.

دی وايي، پاکستاني لوري ویلي چې دغه لار د یوې اوونۍ لپاره تړي او په دغه موده کې فرضي کرښې ته څېرمه په خپله خاوره کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې مرکز جوړوي.

نوموړی زیاتوي، د کندهار ولایتي ادارې مخکې له مخکې دغلته د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یو روغتیايي ټیم ګومارلی و چې یوازې پاسپورټ لرونکۍ مسافرین یې چیک کول خو په یوه تازه ګام کې یې دوه نور ټیمونه هم ګومارلي څو هغه مسافرین هغه چیک شي چې له پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان دغه لار داسې مهال تړي چې اوسمهال پر دې لار یوازې وچه مېوه صادرېږي او د لندې مېوې صادراتو ته لا وخت شته.

خو دی وايي چې د لارې بندېدا به د وارداتو په برخه کې څه نا څه ستونزې جوړې کړي او ښايي خلک له دې فرصت څخه په ګټنې د ځینو توکو بیې لوړې کړي.

خو دی غوښتنه کوي لکه څنګه چې ویل شوي پاکستان باید دغه لار تر یوې اوونۍ ډېره بنده نه کړي.

بل خوا عام خلک چې پر دغه لار تګ راتګ کوي، وايي هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، په دې کار سره د دوی کار او روزګار ته زیان اوړي.

د شریف الله په نوم یو تن چې په وېش بازار کې د موټر د پرزو شرکت لري پژواک ته وویل، پاکستان کولای شوای پر دې لار روغتیايي تدابیر سخت کړي وای نه دا چې لار وتړي او خلک زیانمن کړي.

دی غوښتنه وکړه چې دغه لار دې پرانیستل شي او دواړه لوري دې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه روغتیايي تدابیر ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د یوې مثتبې پېښې د تثبیت پخلی کړی خو په پاکستان کې بیا د کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد