کابل (پژواک، ۱۲ کب ٩٨): له ۱۸ ورځو راهیسې د کابل ښار د دهمزنګ په غرنۍ سيمه کې د ډبرې ښويېدو یو شمېر کورونو له ګواښ سره مخ کړي، خو اړوندو ادارو یې تر اوسه د مخنیوي لپاره عملي اقدام نه دی کړی.
د سلواغې په ۲۴مه د کابل ښار د دهمزنګ په غره کې د اورښتونو له امله یو غټه ډبره راښویېدلې وه چې د یو کور یوه خونه یې نړولې وه خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.
پژواک خبري اژانس په همدغه ورځ په دې اړه خبر خپور کړ؛ په خبر کې راغلي وو چې په دې سيمه کې یوه بله لویه ډبره هم د ښويېدو په حال کې ده او که اړوند ادارې یې مخه ونه نیسي، کېدای شي خلکو او کورونه ته زیان ورسوي.
خو د دې سيمې یوه اوسېدونکي عطامحمد وردک نن (د کب ۱۲مه) پژواک خبری اژانس ته وویل چې له دې پېښې وروسته د کابل ښاروالۍ او له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت پلاوي، یادې سيمې ته ورغلي وو، خو د نږدې شلو ورځو په تېرېدو سره یې تر اوسه هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.
هغه وایي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پلاوي په دې سیمه کې نهه ډبرې رنګ او خطرناکې وبللې، خو دوې یې ډېرې د اندېښنې وړ بللې او ویل یې چې ژر به یې د ښویېدو مخه ونیسي.
د ده په وینا، وروسته له هغه سیمې ته د یادو ادارو څوک نه دې ورغلي، په داسې حال کې چې د سیمې خلکو دغو ادارو ته عریضې ورکړې، خو تر اوسه یې پایله نه ده معلومه.
عطامحمد وردګ وویل: «په دې سيمه کې زما په ګډون د پنځو کورونو اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي او په دې تمه دي چې د کابل ښاروالي او پېښو ته د رسېدو وزارت به اقدام وکړي او دوی به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.»
هغه زیاتوي چې د یادو ډبرو د ښویېدو مخنیوی او یا یې ماتول د سیمې خلکو له وس پورته چاره ده او باید اړوندې ادارې یې ژر مخه ونیسي؛ ځکه چې دغه ډبرې لسګونو کورونو ته ګواښ دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي هم وایي چې د دغه وزارت پلاوی سيمې ته ورغلی و او د اندېښنې وړ ډبرې یې په نښه کړې دي.
هغه وایي چې د دغو تیږو د ماتېدو د بودجې لپاره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی او دغه وزارت به یې په اړه وروسته له هغه اقدام وکړي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوی له خوا وړاندیز شوې بودجه منظور کړي.
د ده په وینا، د یادو ډبرو د ماتېدو پر مهال به په سیمه کې د شاوخوا کورونو خلک د دغه وزارت په مرسته بل ځای ته ولېږدول شي او د اړتیا وړ مرستې به هم ورسره وشي.
عظیمي په دې اړه چې ولې یې ژر د یادو ډبرو له امله د شته ګواښ د مخنیوي په اړه ژر اقدام نه دی کړی او د څو ډبرو د ماتېدو بودجه یې هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته پیشنهاد کړې ده، وویل: «په تاسف سره چې وضعیت همداسې دی نو.»
خو هغه زیاته کړه چې یادې ډبرې دومره ډېرې د اندېښنې وړ نه دي او که وي نو دغه وزارت به یې په اړه له بېړنۍ بودجې په هماغه لومړۍ ورځ اقدام کړی و.
پژواک نن سهار د کابل ښاروالۍ له ویاندې نرګس مومند سره هم ټيلېفوني اړیکه ټینګه کړه، څو په دهمزنګ کې د یادې ستونزې لرې کولو په اړه د ښاروالۍ د کړنو په اړه معلومات ورکړي؛ هغې وویل چې د دوی پلاوی هم سیمې ته تللی و او نور جزئیات به نیم ساعت وروسته له پژواک سره شریک کړي، خو وروسته یې تیلېفون ته ځواب نه وایه او اوس (له غرمې وروسته دوه بجې) یې ګرځنده ټیلېفون غلی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










