منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د سولې له ټینګښت سره به افغانستان کې مثبت سوداګریز بدلونونه راشي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٨): د امریکا ـ افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکي تمه لري چې افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به د دغو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخې او سترې امریکايی کمپنۍ به افغانستان کې پانګونه وکړي. 

هغوی وایي چې په دې اړه به د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ نښلېدو په څوارلسم کنفرانس که چې ټاکل شوې روانې میلادي کال د جنوري میاشتې له نهمې تر ۱۱مې په واشنګټن کې جوړ شي، خبرې وشي.  

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو استازو د کب په لسمه له شاوخوا یو نیم کال خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه. ټاکل شوې چې د کب په شلمه د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شي. 

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ نښلیدو کلني کنفرانسونه د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټور تر منځ هر کال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې په همکارۍ په واشنګټن کې جوړیږي.

نن په کابل کې د دغه کنفرانس څوارلسم پړاو ته د چمتوالي په موخه افغان او امریکایي اړوندو چارواکیو غونډه وکړه.

د دغې ناستې په څنډه کې د امریکا ـ افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس جفري گوریکو خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې بدلونونه به په دغه هېواد کې سوداګریز حالت بدل کړي.

دی وايي:"اوس د سولې پرمختګونو له امله ټولو افغان او امریکايي سوداګرو ته هیلې پیدا شوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي او یا له خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړي."

هغه زیاته کړه، د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ نښلیدو په کلني کنفرانس کې به د دواړو هېوادونو په سوداګریزو فرصتونو، افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي سوداګرو هڅونې، له افغان سوداګرو سره د پانګونې په برخه کې د تجربو شریکولو او د افغانستان خصوصي سکټور سره به د تمویلوونکو پر اړیکو خبرې وشي.

د امریکا ـ افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مدیره پلاوي مشر سلیمان لطفي نننۍ ناستې ته وویل چې تیرو ۱۳ کنفرانسونو کې د افغانستان سوداګرۍ فرصتونو، د سوداګرۍ اسانتیاوو او د افغان سوداګرو په اړه له امریکايي سوداګرو او حکومت سره معلومات شریک شوي دي.

د ده په وینا، د پورتنیو فعالیتونو په پایله کې نیږدې ۴۰ امریکايي کمپینو افغانستان کې پانګونه کړې او خپل   تولیدات یې افغانستان ته صارد کړي، خو اوس هڅه کیږي چې لویې امریکايي کمپنۍ افغانستان کې پانګونې وکړي.

د هغه په خبره، د سوداګریزو کمپنیو لپاره امنیتي ستونزې لویه اندېښنه ده، خو که افغانستان کې د سولې خبرې بریالۍ شی نو د امریکا او افغانستان ترمنځ سوداګري به پراخه شي او دغه چاره به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغیز وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد