منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې پر زر جريبه ځمکه کرنيز کمپلېکس جوړېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): په کندهار کې پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کرنيز کمپلکس جوړېږي چې د سوېلي زون لندې او وچې مېوې او نورو کرنیزو محصولاتو ته په کې د معیاري تولید، بسته بندۍ (پېکینګ) او ساتنې اسانتیاوې برابرېږي.

سوېلي زون، په ځانګړې توګه کندهار چې د هېواد په کچه د لندې او وچې مېوې تر ټولو لویه صادروونکې سیمه ده، کروندګر، بڼوال او سوداګر یې د خپلو محصولاتو د معیاري پېکینګ او ساتنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، د دې ولایت مېوې نړیوال شهرت لري، بل خوا د هېواد په کچه ۷۰ سلنه صادرات له همدې سیمې دي خو بیا هم دلته د کرنیزو محصولاتو او مېوې د معیاري پروسس، بسته بندۍ او ساتنې هیڅ راز اسانتیاوې نشته.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونه کلونه کېږي چې له کندهاره وچه او لنده مېوه، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات بهر ته صادرېږي خو تر اوسه لا د پروسس معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

د ده په خبره، دې چارې ته نه خصوصي سکتور او نه هم دولت تر اوسه پام کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې دا ډېره مهمه ده چې مېوې او نور کرنیز توکي د ښه کیفیت تر څنګ په معیاري بڼه بسته بندي او پروسس شي، څو ښه مارکېټ ولري.

د ناني اغا په خبره، که زموږ توکي هرڅومره ښه کیفیت ولري خو چې بسته بندي یې په معیاري بڼه د نړیوال مارکېټ له غوښتنو سره سمه ونه شي، نه ښه مارکېټ پیدا کولا شي او نه ښه بازار.

دی وايي، د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ همدا یوه ستونزه ده چې زموږ مېوه د نړۍ تر مارکېټونو لار نه شي کولای او ډېره تکیه مو د پاکستان او هند پر مارکېټونو ده.

نوموړی په کندهار کې د کرنیز کمپلېکس چې ګڼې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې، د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.

د ممیزو يوه سوداګر میر حمزه پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د انګورو حاصلات ډېر وو چې په پراخه کچه کشمش یې ورڅخه تر لاسه کړي دي.

خو نوموړی یې له ټیټې بیې شکایت کوي او وايي، اوسمهال کشمش یوازې پاکستان او هندوستان ته ځي، که نورو هېوادونو ته صادرېدای نو بیه به یې ډېره لوړه وای.

نوموړي دغه راز شکایت وکړ چې اوس مهال خپلې مېوې په نامناسب ځای کې ساتي چې له امله یې مېوه خپل اصلیت له لاسه ورکوي او بیا د پلور پر مهال ښه بیه نه لري.

دی هم غوښتنه کوي چې لومړی دې غلته دوی ته یو معیاري ځای جوړ شي څو له همدې ځایه په معیاري بڼه مېوه نورو هېوادونو ته صادره کړي.

د وچې مېوې یو بل سوداګر بیا د بادامو سوداګري کوي او وايي، په دغه ولایت کې ډېر بادام د معروف او ارغستان له باغونو تر لاسه کېږي.

دی هم ورته شکایت کوي او وايي، دغه لوړ بیه وچه مېوه د اسانتیاوو د نشتوالي له امله په ډېره سنتي بڼه صادرېږي چې نور یې باید د وچې مېوې معیاري پروسس او معیاري تجارت ته پام وشي.

بلخوا بیا چارواکي وايي، چې په کندهار کې دغو اړتیاوو ته په پام یو معیاري زراعتي کمپلیکس جوړېږي چې چارې یې چټکې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو رییس رشاد باختري چې په همدې موخه یې کندهار ته سفر کړی، پژواک اژانس ته وویل، اړوند وزارت په پام کې لري چې د نړیوال بانک په مالي لګښت د چمتو شوو ماسټرپلان له مخې په څلورو ولایتونو کندهار، هرات، مزارشریف او ننګرهار کې زراعتي کمپلیکسونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، د دغو کمپلېکسونو د جوړېدو لړۍ له کندهاره پیل شوې چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

د ده په خبره، د زراعتي کمپلیکس له جوړېدو سره به د سوېل زون په کچه د زراعتي توکو، وچې او لندې مېوې د معیاري تولید، بسته بندۍ او ساتنې او په اړوندو نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار والي حیات الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، کرنیز کمپلېکس د دې زون د کرنیزو محصولاتو د ښه مارکېټ، پېر او پلور لپاره یوه ډېره حیاتي او مهمه پروژه ده چې د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ګام د کورنیو تولیداتو د ظرفیت لوړونې او ملي اقتصاد د پياوړتیا لامل کېږي.

په کندهار کې د صنایعو او معدنونو خونې مرستیال نعمت الله نعمت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په هڅو د دغه کمپلیکس لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

ده زیاته کړه، کندهار ډېر ژر په یوه اقتصادي زون بدلېږي چې ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.

د ده په خبره، د اقتصادي زون په چوکاټ کې په کندهار کې د کرنیزو پیداوارو (لندې او وچې مېوې) یو کمپلیکس جوړېږي چې له الفه تر(ى) ټولې اسانتیاوې لکه پروسس، بسته بندي او ساتنې لپاره به پرمختللي اسانتیاوې او امکانات ولري.

دی وايي، د کندهار د خلکو هیله دا ده، لکه څنګه چې ژمنه شوې ده د دغه کمپلیکس د جوړولو عملي چارې دې سږ کال پیل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد