منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پرمخ وتړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۵ کتنې

 چاریکار (پژواک، ۱۵ کب ۹۸): د سالنګ لویه لار چې پلازمېنه کابل له شمال ولایتونو سره نښلوي، د واروې اورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.

 د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اجرایيوي مدیر سميع الله ولي زاده، د دغه مطلب د بيانولو  ترڅنګ وویل چې دغه لویه لار د واورې اورېدو له مله په سالنګونو کې تړل شوې ده.

 د هغه په وینا، د واورې پاکولو عملیات پیل شوي دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سالنګونو کې د لید سیمه دوه کیلو متره، د باد سرعت په ثانیه کې درې متره، د تودوخې درجه منفي لس سانتي ګراد، په شمالي سالنګ کې ۵۰ سانتي او په سوېلي سالنګ کې ۱۵ سانتي متره واوره اورېدلې ده.

 هغه زیاته کړه چې په سالنګونو کې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره، ۴۰ سلنه د واورې اورېدو وړاندوینه شوې ده.  

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې