منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان: له افغان دولت سره جګړه ناروا ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

ګردېز (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): د سوېل ختيځ زون پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو ګڼو ديني عالمانو په ګردېز کې په يوه غونډه کې له افغان دولت او امنيتي ځواکونو سره جګړه ناروا وبلله او د جګړې پای ته رسولو لپاره يې پر بين الافغاني خبرو ټينګار وکړ.

دوی وويل چې پر مسلمان تېری حرام دی او پر هر مسلمان ملت لازمه ده چې د ځان، مال او عزت خونديتوب لپاره نظام ولري او ساتنه يې وکړي.

له دې ډلې مولوي عبدالغفور رحيمي وايي د اسلامي تاريخ په هېڅ دور کې د افغانستان د روان ناوړه او غير شرعي حالت په څېر جګړه ييز حالت ندی پېښ شوی او ټول د دې حالت پر سمون مکلف دي.

رحیمي وويل: ((له امريکايانو سره تړون وشو، دلته خو ټول دولت او ملت مسلمانان دي. دا ناروا ده چې له دوی سره جهاد کوه او هغه پرېږده. د پيغمبر اکرم (ص) د امت په تاريخ کې چېرته راغلي چې له کفر سره معاهده او مسلمان وژنه يا جهاد ور سره کوه.))

مفتي عبدالکريم پژواک ته وويل چې روانه جګړه د مسلمانانو د تباهي تر ټولو ستره وسيله ده او د وسله والو مخالفينو پر مشرانو، استازو او ديني عالمانو يې مخنيوی واجب دی.

نوموړي زياته کړه: ((په خلکو کې بهترين هغه څوک دی چې نورو ته يې ګټه ور رسېږي. الله تعالی نيکي کوونکي خوښوي، دا خو بيا خپل مسلمانان دي.))

قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې روانه جګړه هېڅ اسلامي او شرعي جواز نه لري او که څوک يې د مخنيوي توان لري او ياده جګړه نه دروي، هر انسان ته په رسيدونکي زيان کې شريک او مسوول دی.

حقبيان وويل: ((ولې دې يو مسلمان بل ته په مورچه کې ناست وي، يو دې هم الله اکبر ناره کوي او بل هم؟ دا کوم دين، کوم اسلام، کومه فتوا او کوم ترتيب و تنظيم دی؟ علمای کرامو پر تاسو مې غږ دی، ټول خطبيان، مدرسين، شيوخ او مفتيان يئ، پر دې ولس رحم وکړئ. د سربازانو په دې قطعو کې چې څوک دي، زما او ستا بچيان او مسلمانان دي.))

بل ديني عالم مولوي عبدالله د وسله والو طالبانو له رهبري او افغان دولته وغوښتل چې په صادقانه ډول د سولې مخامخ خبرې وکړي او له هر ډول تخريبي او مغرضانه کړنو لاس پر سر شي.

عبدالله روانه جګړه د پرديو له خوا بولي او وايي چې ځيني خلک په ناوړه ډول د اسلام دين د سياسي موخو او د افغانستان د تباهۍ لپاره کاروي.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان ملت خپل علما، مفتيان، قضا، ستره محکمه او د علماوو شورا لرو؛ پر چا د جهاد فيصله کول ډېر عظيم حکم دی، تر څو چې هغوی فتوا نه وي ورکړې، زموږ په شان خلکو لخوا د جهاد فتوا ورکول ناشوني او د خپل ځان پر وړاندې ظلم ګڼم.))

د اورکم له اوونۍ او د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته وسله والو طالبانو خپلو جنګياليو ته د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د جګړې نه کولو او د افغان ځواکونو په نښه کولو امر کړی دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست