Language

سبا په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې په یوه وخت د غني او عبدالله د لوړو مراسم ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۸): د حکومت اجرایه ریاست وایي چې د ټاکنیزو ناندیو په اړه د سپېدار ماڼۍ او ارګ ګډو ناستو کومه پایله نه درلوده او له همدې امله عبدالله عبدالله سبا د لوړې مراسم ترسره کوي؛ ارګ هم د اشرف غني د لوړې مراسمو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

د یادونې ده چې دواړو ټاکنیزو ډلو د خپلو لوړو د مراسمو د ترسره کولو بلنلیکونه وېشلي دي.

د حکومت د اجرائیه ریاست ویاند امېد میثم نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تراوسه یې چې له ارګ سره کومې ناستې لرلې؛ پایله یې نه ده ورکړې او ټاکل شوې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم سبا د کب په ۱۹ ترسره شی.

هغه زیاته کړه، د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کېږي او شاوخوا اته زره کورني او بهرني مېلمانه به په کې ګډون کوي.

نوموړي وویل، د دغو مراسمو ترسره کول نهایي شوي او د ترسره کولو لپاره یې ټولې تیارۍ نیول شوې دي. ملېمنو ته د سهار په ۹ بجو بلنه ورکړل شوې ده.

بلخوا، «دولت جوړوونکي» ټاکنیز ټيم هم د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو د مېلمنو لپاره بلنیکونه وېشلي دي.

ټاکل شوې ده چې دا مراسم د دوشبنې په ورځ د کب په ۱۹ په ارګ کې ترسره شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال درانۍ وزیري نن وویل، د محمد اشرف د لوړې په مراسمو کې چې د کب ۱۹ په ارګ کې ترسره کېږي، کورني او بهرني مېلمانه ګډون کوي.

هغه زیاته کړه: «د سبا ورځې د مراسمو د ترسره کولو لپاره ټول تیاری نیول شوی او ټاکل شوې ده چې په دغو شانداره مراسمو کې ډېر شمېر کورني او بهرني مېلمانه او د ټولنې د مخلتفو ډلو خلک ګډون وکړي او سبا د ملي جشن، د جمهوریت د بریا، ولسواکۍ او اساسي قانون ورځ ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مېرمن وزیري تېره ورځ پژواک ته ویلي و چې دغه مراسم د دوشنبې ورځې په اته نیمو بجو پلېږي او له همدې امله په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

بلخوا، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د «دولت جوړوونکي» او «ثبات او همپالنې» ټپمونو د لوړې د مراسمو بلنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

هغه وویل چې د یادې جرګې له غړو سره له مشورې وروسته به د یوه ټيم د لوړې په مراسمو کې د ګډون پرېکړه وکړي.

login or register a new account.